جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهارین: هغه پولیس چې په تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه...

ارین: هغه پولیس چې په تورخم کې یې یوه ښځه وهلې وه له نظام څخه وشړل شو

تاند (یکشنبه د حمل ۸) چارواکي وايي، هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه میرمن د تلاشۍ پرمهال وهلې وه د تل لپاره له نظام څخه واېستل شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن یکشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه پولیس چې په تورخم ښارګوټي کې یې یوه ښځه وهلې ډبولې وه د نورو قانوني اقداماتو تر څنګ، نظام کې د نوموړي عسکر پر کار کولو د تل لپاره بندیز ولګېد.

د ښاغلي ارین په خبره، پر ښځو لاس پورته د طالبانو کلتور دی او هر څوک چې د دې عمل مرتکب شي ترهګر دی.

نوموړی زیاتوي، «پر ښځو لاس پورته کول طالباني دود دی او هر هغه کس چې دا ډول ظلم ترسره کړي، ترورېست دی. په تورخم کې هغه ویډیو چې پر یوې ښځې د لاس پورته کولو او ډبولو وه، وڅېړل شوه. هغه سرتېری وهاب نومېږي او د مجازاتو سربېره د تل له پاره له نظام څخه وایستل شو.»

طارق ارین لیکلي، پولیس د قانون تنفیذ کوونکي دي او د ظرفیت لوړونې او مسلکي کېدو په برخو کې یې کار روان دی، خو په وینا یې چې دغه ډول اعمال ترسره کول یې په هېڅ صورت د منلو وړ نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب