پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکالمونهسنګرپه دويمه نړيواله جګړه کې د افغانستان دريځ

په دويمه نړيواله جګړه کې د افغانستان دريځ

افغا نستان په یوه پېړۍ کې

(۱۳۰۰—-۱۴۰۰)

څلورم څپرکی

۲مه برخه

 استاد شهسوار سنګروال

«اډاميک Adamec او ګريګورين Gregorian دواړه پدې اند دي چې جرمنيانو د تړون له لاسليک نه وروسته د اوږد مهال پور ژمنه کړې وه چې افغانستان يو شمېر اړين توکي پرې د فابريکو لپاره را ونيسي.»([1])

دا چې ولې شوروي اتحاد، برېتانيا، فرانسې، ايلات متحده امريکا او نورو پر مختللو هېوادونو افغانستان سره تر دغه دمه اوږد مهالې مرستې نه وې کړې، ښايي افغانستان ورته ډېر مهم نه وه او يا يې نه غوښتل. خو د اقتصادي چارو وزير د لا ډېرو مرستو په موخه د ويمې نړيوالې جګړې په لومړي کال جرمني ته لاړ چې د قند جوړولو فابريکه چې په بغلان کې فعاله وه او د پلخمري نساجي فابريکې لپاره چې واړه د ملي بانک پر مټ جوړې شوې وې د المان له اقتصادي چارو وزير سره وګوري او ډېره مرسته ترلاسه کړي.

دواړو وزيرانو له اقتصادي چارو سربېره په سياسي چارو هم خبرې اترې وکړې. که څه هم د افغانستان د حکومت رسمي دريځ نه وه ولې بيا هم مجید زابلي وويل که چېرې افغانستان سره پوځي مرسته وشي، وسلې او پيسې ورکړ شي د جرمنيانو په ملاتړ به په جنګ کې ور ګډ شي، په دې شرط چې د افغانستان له لاسه وتلې سيمې تراټکه او کراچۍ پورې بېرته افغان دولت ته ورکړ شي.

دا خبره ډېره د پام وړ ده چې افغان وزير د چا په سپارښتنه داسې لويې ژمنې ته اوږه ورکړه؟

په دې تړاو انګېرنې ښيي، لومړی دا چې سردار محمد هاشم خان له عبدالمجيد زابلي سره په مسکو کې د سفارت له مهاله ښې اړيکې درلودلې. دويم دا چې محمد نعيم خان ورته ټټر وهلی وه چې د خپل سکني تره له ګواښ نه به يې ژغوري.

جرمنيانو له يوې خوا د خپلو ګڼ شمېر کارپوهانو پر مټ په افغانستان کې د خپلو پروژو د ودې او پرمختګ لپاره هاندې هڅې کولې او له بلې خوا يې د ايټاليا، جاپان او ان کله کله د شوروي څارګرو په مرسته د وزيرستان نامتو مشر اېپي فقير (حاجي ميرزاعلي خان) سره د برېتانيا په وړاندې اړيکې نيولې. «کله چې په برلين کې له عبدالمجيد سره خبرې پيل شوې جرمني او ايټالوي څارګرو په کابل کې د برېتانوي هند پر ضد… ايپي فقير ته درې سوه زره افغانۍ ولېږلې… او دوه لاسي ماشينګڼې له ګڼ شمېر کارتوسو سره ورکړې… ايټالوي څارګر د ايران له لارې وزيرستان ته ننوتی وو.»([2])

په افغانستان کې د جرمني، ايټاليا او اطرېش کارپوهان په سوداګريزو، اقتصادي او ساختماني چارو کې په کار بوخت ول چې المان په اطرېش بريد وکړ، چې بيا له همدې ځايه دويمه نړيواله جګړه پيل شوه او لمن يې په ډېرې چټکۍ د فرانسې پولينډ او چک سلواکيا لور ته وغوځېده. افغانستان په لږ او ډېر توپیر په لومړئ او دويمې نړيوالو جګړو کې ورته دريځ درلود.

په لومړئ نړيواله جګړه کې افغانستان بشپړه خپلواکي نه لرله. ولې روڼ اندو په سر کې د مشروطه غوښتونکو غورځنګ له امير حبيب الله نه غوښتي ول چې انګرېزان بايد د افغانستان خپلواکي ومني او هم امير بايد د جرمني او ترکيې استازو ته مثبت ځواب ووايي.

په دويمه نړيواله جګړه کې که څه هم افغانستان يو خپلواک هېواد وه خو حکومت په بېطرفۍ ټينګار کاوه ولې کله چې جرمني په ډراماتيکه توګه يو د بل پسې ډنمارک، ناروې، بالکان هېوادونه، فرانسه، پولينډ، چک سلواکيا او اطريش لاندې کړل او لا کله چې د ايټاليې هېواد له المان سره خپل ملاتړ اعلان کړ، د نړۍ يو شمېر هېوادونو د افغانستان په شمول فکر کاوه چې د برېتانيا د ځوړتيا او ډوبېدو شېبې را نږدې شوې دي. دلته افغان روڼ اندو او روښنفکرو لکه د مشروطه غوښتونکو غوندې دغه هيله درلوده چې د المان په بري سره د برېتانيا تر واک لاندې افغان خاوره به بېرته د افغانستان په سياسي جغرافيه کې ور ګډه شي.

خو کله چې په ناڅا پي توګه په ۱۹۴۱ ز کال (چنګاښ ۱۳۲۰) المان په شوروي اتحاد بريد وکړ. نخشه بېخي بدله شوه. که څه هم د افغان حکومت هغه اندېښنه له مينځه لاړه، د کوم تړون له مخې چې د شوروي د بهرنيو چارو وزير «مولوتوف» د المان له بهرنيو چارو وزير «روبن تروپ» سره لاسليک کړی وه، فکر کېده ګني چې يو وخت به د دغو دواړو هېوادونو ځواکونه د افغانستان له لارې په برتانوي هند بريد کوي.

په داسې حال کې چې افغانستان د سپتامبر په لومړۍ نېټه (۱۹۳۹ ز کال) چې د سنبلې له يوولسمې (۱۱) (۱۳۱۸ ل کال) نېټې سره برابره وه د ملي شورا د پرېکړې له مخې خپله بې طرفي اعلان کړې وه. خو هغه د «لويي دوپري» خبره برېتانيا او کابل دېته چمتو شوي ول چې افغان حکومت به د برېتانوي هند له شمال لوېديځې پولې څار کوي او برېتانيا به د بلوچستان سمندری بندر افغانستان ته په واک کې ورکوي او له کندهار نه تر چمن پورې به د اوسپنې ليکه هم غوځوي.

د دې خبرې يو لامل دا وه چې که برېتانيا د افغانستان له لوري نه ډا ډه شي نو له. برېتانوي هند به ډېر ځواکونه د مديترانې لور ته واستوي.

برېتانيا ته دا خبره هم ډاګيزه شوې وه او چا ورته غوږ کې څڅولي وه چې په کابل کې د المان سفير په جولای کې (۱۹۴۰ ز کال) د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالمجيد زابلي له خولې برلين ته ډاډ ورکړ شوی وه چې د ډيورنډ له کرښې پورې غاړې قبايل به د برېتانويانو په وړاندې وسلوال پاڅون ته هڅوي چې برېتانيا خپل پوځونه او ځواکونه مديترانې ته ونه لېږي.

د جرمني او شوروي جګړې برېتانويان او شورويان سره نږدې کړل، نو ځکه خو «روسان او انګرېزان دې پرېکړې ته ورسېدل چې په ۱۹۴۱ کال ايران ونيسي او رضاشاه له واک نه ګوښه کړي.»([3])

د دې لامل دا وه چې ولې يې د «محور» هېوادونو کارپوهان له هېواد نه ونه ايستل… دا د کابل حکومت ته يو درس وه.

دغو دواړو هېوادونو چې محمد رضا پهلوي واک ته ورسوه د «سعداباد» له غړو هېوادونو يوڅه ډاډه شول ولې افغان حکومت ته يې ګواښنه وکړه چې له افغانستان نه الماني، ايټالوي، اطريشي… کارپوهان وباسي. دا ځکه چې دوی د روسيې او برېتانيې پر وړاندې ولاړ دي. کله چې پدې تړاو لويه جرګه (۱۳۲۰ ل کال) را وبلل شوه لومړی محمد ظاهرشاه وينا وکړه بيا د بهرنيو چارو وزير علي محمد خان وغږېد او ورپسې د ملي شورا د ريس عبدالاحد مايار خبرې وې… د جرګې غړو دا هرڅه واورېدل او دې پايلې ته ورسېدل چې د ديپلو ماتيکو اړيکو له لارې د الماني او ايټالوي کارپوهان په بشپړ درناوي خپلو هېوادونو ته واستول شي.

علي محمد خان هم جرګې ته ډاډ ورکړ چې د هند له لارې به د دوست هېواد ترکيې په مرسته «۱۸۰» الماني او اته «۸» تنه ايټالوي کارپوهان خپلو هېوادونو ته په ډېر درنښت رخصت کېږي… هغه وه چې د سياسي چارو مسؤل نجيب الله د اکتوبر په ۱۵ (۱۹۴۱ نېټې د راډيو له لارې د دوی تګ اعلان کړ.

د دويمې نړيوالې جګړې انډول هغه مهال د جرمنيانو په زيان پايته ورسېد چې له شوروي سره لاس او ګرېوان شو، نو ځکه متفقين (انګلستان، شوروي، امريکا، فرانسه) د جګړې په سيال لوري جرمني، ايټاليا، جاپان، او د ختيځې اروپا په يوشمېر هېوادونو برلاسي شول.

که چېرې جرمني، ايټاليې او جاپان د خپل (۱۹۴۰ ز کال د سپتمبر ۲۷) تړن له مخې پر ځای ګام پورته کړی وی، برېتانيا به په اسيا کې په بشپړه توګه له مينځه تللې وی.

د افغانستان په شمول ټولو اسيايې هېوادونو فکر کاوه چې اسيا به د برېتانوي ښکېلاک له منګولو ازادېږي. ولې خبره سرچپه شوه.

بيا هم د سردار محمد هاشم خان حکومت په ډېرې اوښيارۍ افغانستان د جګړې له لمبو نه وساته کنه لرې نه وه چې د ايران په څېر يې په افغانستان هم بريد کړی وی.

د لوډويک اډاميک په اند کله چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير په کابل کې له المان سفير سره خبرې کولې په ځغرده ورته وويل:

«اوس د افغانستان حکومت نه د جرمني ملګری دی او نه د برېتانيا ملګری دی، بلکې يوازې د افغانستان ملګری دی.»([4])

د کابل حکومت دېپلوماتيکو اړيکو ته لا پراختيا ورکړه، د جګړې په بهير کې د امريکا له چارواکو سره اړيکې ونيوې او په ۱۹۴۲ ز کال يې د جون په شپږمه (۶) نېټه په کابل کې خپل سفارت پرانست او «کارنيلس فان ايچ اينګرت» د سفير په توګه کابل ته راغی.

افغانستان له چين سره هم خپلې دېپلوماتيکې اړيکې پراخې کړې او د دواړو هېوادونو تر مينځ دېپلوماتان تبادله شول.

جګړه لا پايته نه وه رسېدلې چې د برېتانوي سفير «فرانيس وايلي» د «فريزر تتلر» پر ځای کابل ته ورسېد.

په ۱۹۴۵ ز کال دويمه نړيواله جګړه د «محور» هېوادونو په زيان او د متحدينو په ګټه پايته ورسېده. ولې تر شا يې ډېرې سياسي، نظامي او اقتصادي ستونزې په ميراث پرېښودې.

متفقينو (متحدينو) خو جګړه وګټله خو د برېتانيې په شمول ټولو ډېر ځاني او مالي زيانونه يې هم وګالل چې انګليس په پای کې دېته اړ شو چې د هند له نيمې وچې پښې سپکې کړي.

ولې د خپلې استعماري نخشې له مخې هندوستان ته ازادي ورکړه خو له بده مرغه چې د افغانستان او د هندوستان په خاوره يې د نړۍ په سياسي نخشه کې د پاکستان په نوم يو نوی هېواد د خپلو شومو موخو پر بنسټ را منځته کړ.



[1] Adamec, Afghanistan Foreign Affairs and Gregorian Emergence Of Modern Afgha… p. 380

[2] تيخونوف د جرمني امپراتورۍ افغاني جګړه ۱۶۰ – ۱۶۱ مخونه.

[3] انتوني هی من افغانستان د شوروي تر سلطې لاندې ۳۲ مخ.

[4] اډاميک، د شلمې پېړۍ… ۴۵۱ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب