جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهلغمان کې د ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځي جوړ شو

لغمان کې د ۱۹میلیونه افغانیو په لګښت یو ښوونځي جوړ شو

تاند ( یک شنبه، د حمل ۸) د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د څه باندې ۱۹ ميلیونه افغانیو په لګښت د سلطان غازي بابا په نوم یو ښوونځی جوړ شو.

د لغمان ولایت د پوهنې رئیس عبدالله حمیدي وایي دا ښوونځی په ۶ جریبه ځمکه کې دوه بوړه جوړ شوی دی.

نوموړی وايي په دې ښوونځي کې ۸ تدریسي او ۷ اداري خونې، ۳۳۶ د زده کوونکو چوکۍ، د پاکو اوبو څاه  او د ا ړتیا وړ نور توکي ورته برابر شوي دي.

د پوهنې رئیس وایي، اوسمهال په دې ښوونځي کې ۱۵۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

په ورته مهال زده کوونکي هم خوښ دي، چې  له باد او باران نه خوندي شول.

دوی وایي له دې وړاندې به یې په سختو حالاتو کې زده کړې کولې، په اوړي کې تودې او ژمي کې به سړې هوا سوځول.

بل لورته قومي مشران بیا له اړونده ادارو د مننې ترڅنګ غواړي ، چې د لغمان لرې پرتو ولسوالیو کې هم ښوونځیو ته پام ډېر کړي.

دوی وایي په لرې پرتو ولسوالیو کې ډېري ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې له سختو ستونزو سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب