سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپکتیا کې ښوونځیو ته د ماشومانو لېږلو لپاره عامه پوهاوی پیل شوی

پکتیا کې ښوونځیو ته د ماشومانو لېږلو لپاره عامه پوهاوی پیل شوی

تاند ( یکشنبه، د حمل ۸ مه ) د پکتیا ولایت ګڼ شمېر ځوانانو د دې ولایت په څلورو ولسوالیو کې ښوونځیو ته د ماشومانو د استولو په موخه عامه پوهاوی پیل کړی دی.

د دغه ولایت د لریو پرتو ولسوالیو ځوانانو له پوهنې ریاست سره په ګډه د موټریز کاروان له لارې په کلیو او بانډو کې ځايي خلکو ته «که ستا بچی دی، زما خور او ورور دی، باید ښوونځي ته راشي» تر نوم لاندې عامه پوهاوی پیل کړی دی.

د دغه کمپاین ګډوونکي ځوانان وایي، موخه یې دا ده تر څو د کورنیو مشران خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د څمکنیو، ډنډپټان، جانیخېلو او لجې منګل ولسوالیو ځوانان وايي، لایې هم په سیمه کې ګڼ ماشومان له زده کړو محرومه دي او له دې لارې یې کورنۍ هڅوي، چې خپلو ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي.

د پیل شوي عامه پوهاوي ګډونوال وایي، دوی دا کار په خپلو شخصي مصارفو پیل کړی او غواړي، چې د زده کړو اهمیت په اړه خلکو ته پیغام ورسوي.

په همدې حال کې د پکتیا ولایت د پوهنې رئیس کوچی ځاځی د ځوانانو دا ابتکار ستایي او ډاډ ورکوي چې نویو شامېلدونکو ماشومانو ته به اړوند ټول امکانات برابروي.

هغه دغه راز زیاتوي چې یاد ولایت کې یې تر ۹۰ سلنه پورې هغو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي چې پخوا یې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په زده کړو بوخت و.

د پکتیا د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، سږ کال به په ټوله پکتیا کې شاوخوا ۳۰ زره نوي زده کوونکي په ښوونځیو کې شامل شي، چې له ډلې به یې نیمايي انجونې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب