جمعه, مې 3, 2024
Home+په هند کې د افغانانولپاره، یو تاریخي درس 

په هند کې د افغانانولپاره، یو تاریخي درس 

 استاد شهسوارسنګروال
لومړۍ برخه :
د افغانانو خپل مينځي جګړو د پښتنو لويه ټولواکمنۍ په بېلابېلو پړاوونو کې دړې وړې کړې ده او دا کار يو وار نه، په وارونو وارونو شوی دی .خو دوی ترې درس او عبرت وانخست.
د لودي بهلول ټولواکمني خپل مينځي جګړو وخوړه. په تېره بيا د لودي ابراهيم کړو وړو او د پښتنو سردارانو او نوابانو خپل سری.
د سوري شېرشاه دب دبه، د ده ځای ناستو په سين لاهو کړه او د هغه شېرشاه کارنامې چې د هند تاريخ پرې وياړې.
لکه څنګه چې بابر د لودي ابراهيم ټولواکمني تر ګوتو کړه .همدا رنګه د هغه زوی همايون بيا له اسلام شاه نه وروسته د هغه د ځای ناستو واک خپل کړ.
د عادل شاه له مړينې وروسته د هغه پلويانو، پرېکړه وکړه چې د عادل شاه سور زوی شېرخان چې وروسته په دويم شېرشاه ياد شو په تخت کېنوي.
د شېر خان پلازمېنه هم د خپل پلار غوندې همغه ښار وه. خو چې په تخت کېناست نو بيا یې په ۱۵۶۱ کال له شل زرو سپرو، پنځوس زرو پليو او پنځه سوو پيلانو سره د جونپور د بيا نيولو لپاره د مغل په پوځونو بريد وکړ.
پدغه خونړۍ جګړه کې پښتنو جنګياليو مغل جنرال خان زمان ته سخته ماته ورکړه. ولې ډېر وخت لا تېر نه وه، چې پښتانه بيا پخپلو کې د غنيمت په سر اخته شول او خپل اصلي پام يې د دښمن له لوري نه خپل مينځي اخ و ډب ته واړوه.
جنرال خان زمان بيا ماتې خوړلی پوځ را ټول کړ او په افغانانو يې بريد وکړه، چې په پايله کې افغانانو ماته وخوړه او پر شا شول.
د پښتنو د دغې بې اتفاقۍ له امله يو شمېر سردارانو، مغلي جنرال اصف خان را وغوښت او د چنار اوسپنيزه کلا يې ورته تسليم کړه،چې دافغان چار واکویومهم پلاز وو.
د هند د افغانانو يوه بله لويه بدمرغي دا وه، يوه سيمه ييز افغان مشر به کتل چې مغلي ځواکونويو بل سيمه ييزه واکمن تر بريد لاندې نيولی دی، ورته بې توپيره وو . د ساري په ډول سوری باز بهادر چې د «مالوا» واکمن وه، تر ډېرې مودې پورې د اکبر له ګواښ سره مخامخ نه وه. او کله به چې د ده افغان سيمه ييز سيال، د مغلي ځواکونو لخوا ځپل کېده، دی به ورته ډېر خوشاله وه. ولې پدې نه پوهېده چې يوه ورځ به د ده وار هم را رسېږي.
که څه هم باز بهادر د خپلې بېباکۍ له کبله د جلال الدين اکبر واکمنۍ ته کوم ګواښ نه وه. خو بيا هم مغلي اکبر دا نشو ليدلی چې د ده په امپراتورۍ کې دې کوم افغان واک ولري.
هغه وه چې په ۱۵۵۹ز کال مغلي اکبر په «مالوا باندې بريد ته خپل پوځونه چمتو کړل.
بيا يې د ادم خان او پير محمد شيرواني په مشرۍ يو ستر لښکر په ۱۵۶۱ز کال مالوا ته واستوه. ډېر ژر يې باز بهادر ته ماته ورکړه او هغه بيا د «خانديش» واکمن مير مبارک شاه ته پناه يوړه.
نوموړي بيا په ۱۵۶۲ز کال په مالوا بريد وکړ، د مغلي جنرال پير محمد ځواکونو ماته وخوړه او دی له وېرې په سين کې ډوب شو او باز بهادر يوځل بيا د مالوا مشر شو.
جلال الدين اکبر ډېر زر د عبدالله خان ازبک په مشرۍ يو لوی پوځ د مالوا د نيولو لپاره ولېږه .ولې باز بهادر پرته له جګړې نه مالوا پرېښوده او ګجرات ته لاړ، چې د هغه ځای د مېشتو افغانانو مرسته ترلاسه کړي. اکبر پاچا پدې پوه شو، چې افغاني سردارانو او سيمه ييزو واکمنو ور ته د حکومت په وړاندې ډېرې ستونزې را مينځته کړې دي .نوبيايې د روغې جوړې په نوم يو ليک ور واستوو، چې د ده دربار ته راشي.
څنګه چې باز بهادر يو نازک خياله انسان وه او د هند له موسيقۍ سره يې مينه هم لرله.
بله دا چې نهيلي شوی هم وه، نو د اکبر بلنه يې ومنله او په ۱۵۷۱ ز کال د هغه دربار ته ورغی. ولې بيا هم مغلي چارواکو د پښتنو سردارانو له لاسه دمه ونه وهله. دوی بيا هم له ماتې خوړونکي داود خان نه وېره لرله، بيا یې په ډېرو پيسو د ده يو شمېر چارواکي را ونيول او هغه يې په تش ميدان پرېښود. يو شمېر تاريخپوهان د خپلو ليکنو په ترڅ کې، پوښتي چې دا ډېره د حيرانتيا او هيښتيا خبره ده چې ولې د هندوستان پښتنو واکمنو، د سرونو په بيه ترلاسه کړی واک په دومره اسانتيا له لاسه ورکړ؟
د برټش کتابتون په يوې قلمي نسخه کې عباس خان سرواڼي د شېرشاه له قوله کښلي دي چې:
«شيرشاه د ۱۵۲۶ز کال پېښو ته ګوته نيولې ده او ويلي دي چې د افغانانو د ماتې لاملونه بیا هم د دوی بې اتفاقي او خپل مينځي جګړې وې.»([1])
د ډاکتر محمد عبدالرحيم په قول: «بنسټيز لامل د هغوی ترګبنۍ او خپل مينځي نفاق ګڼي هماغه څه چې په ۱۵۵۶ز کال د افغاناو د ماتې او زوال لامل شو.»([2])
بېلابېل تاريخپوهان پدې اند دي چې يو خو د پښتنو چارواکو خپل مينځي جګړې وې، چې دوی يې له ماتې سره مخ کړل. دويم دا چې د دوی سخت دريځي وه او قبايلي ټولنيز جوړښت او دريم يو شمېر ليکونکي په دې ټينګار کوي چې دوی د نورو مذاهبو خيال نه ساته.
دريمه خبره ماته د تامل وړ ده، او هغه دا چې د شيخ حميد لودي له واکمنۍ نه را واخله تر سلطان بهلول پورې، بيا ان د سوريانو تر واکمنۍ پورې، ډېره اوږده موده ده ولې بيا هم داسې يو مذهبي تاوتريخوالی څوک نشي په ګوته کولای، چې يوازې او يوازې د دې ټولو ناخوالو لامل مذهبي اختلاف وګڼل شي. ډېر ځله افغانانو او هندوانو ګډ ژوند کړی او هر چا خپل ګډ مذهبي دودونه پرته له اندېښنې او تعصب نه تر سره کړي دي. چې موږ بابانانک د بېلګې په توګه يادولی شو او همدا راز هيمو چې د عادل شاه يو نامتو جنرال وه.
باباناک اودهند پښتانه
د لوديانو د واکمنۍ نه د مخه او وروسته په ډېرو سيمو کې پښتانه او هندوان يو ځای اوسېدل. ښايي کليوالي او سيمه ييزې نښتې، د دوی تر مينځ لکه څنګه چې هندوانو له هندوانو سره، او مسلمانانو به له مسلمانانو سره کولې. دا رنګه د هندوانو او مسلمانانو تر مينځ به هم کله ناکله نښتې شوې وي. ولې تل دغه جګړو يوازې مذهبي رنګ نه درلود. کله کله د ټولنيزو اړيکو له مخې هم تاريخ د دې شاهد دی چې د مسلمانانو او هندوانو ترمينځ جنګونه شوي دي.
نانګ په دغسې يوه ټولنه کې چې هندوانو او مسلمانانو يو ځای ژوند کاوو، د اپرېل ۱۵ په ۱۴۶۹ز کال د راوي د سين پر غاړه وزېږېد.
پلار يې «سېوارام» نومېده يو کليوال هټۍ وال وه، چې د هندوانو او مسلمانانو د باور وړ کس ګڼل کېده.
نوموړی د «۷» اوه کالو په شاوخوا کې وه، چې ښوونخي کې شامل شو. دی په همدغه عمر کې دومره يو ځيرک ماشوم وه، چې ښوونکی ورته ګوته په غاښ وه. يوه ورځ يې له ښوونکي نه د الف د توري په هکله داسې پوښتنې وکړې، چې د څښتن تعالی د وحدانيت يو څرګند ثبوت پکې تر سترګو کېده.
د همدې کلې يو ملا چې سيد حسين نومېده، ده په پټه د اسلام د ښېګڼو په اړه خبرې ورته کولې او دې خبر و پرې دومره اغېزه کړې وه، چې د هندوانو د يوه سپېڅلي دود تار تړلو نه يې سر وغړاوه.
نانک به دېر ځله د کلي يوه نږدې ځنګله ته روان وه، او ډېر وخت به يې هلته تېروه.
دی چې «۱۵» پنځلسو کالو شو، نو پلار ورته د سوداګرۍ لپاره يو څه پيسې ورکړې، چې مالګه پرې واخلي او بيا يې وپلوري.
ده چې وليدل يو شمېر بې
ځله کسان خيرات غواړي، نو نانک پرې بيا خپلې ټولې روپۍ ووېشلې، او خالي لاس کور ته راستون شو، پلار يې چې خبر شو، ويې غوښتل چې نانک وډبوي .بيا د کلي مشر چې د نانک له اروايي حالت سره بلد وه، نو پيسې يې له جيب را ووستې او د هغه پلار ته يې ورکړې.
د نانک پلار چې د کلي مشر د «رام بولار» دغه خواخوږي وليده، ده ته هم پوښتنه پيدا شوه چې ولې زما زوی په ټولو کليوالو دومره ګران دی؟
پلار يې پرېکړه وکړه چې نانک سلطان پور ته ولېږي .هلته د ده يوه لور د هغه ځای اوسېدونکي «جي رام» ته واده کړې وه. ده د لودي دولت خان سره هلته کار کاوو. نو ځکه سيوا رام هلته نانک ته يوه هټۍ جوړه کړه.
لا ډېره موده نه وه تېره چې دوکان له هر څه تش شو. دا ځله چې نوموړي به کوم بېوزله څوک وليد نو هر څه به يې ورته وړيا ورکول، د ده اوخښي جي رام خپله ټوله کيسه خپل مشر لودي دولت خان ته وکړه. هغه هم د مرستون مشر وټاکه. ده په ډېرې امانت دارۍ د مرستو وېش پيل کړ او هغه چا سره يې مرستې کولې چې بې کسه او بې وسه به وه.
د ده له لاسه ډېرو کسانو، لودي دولت خان ته شکايت وکړ. ولې د پلټنو په ترڅ کې څرګنده شوه چې نانک د انصاف څښتن او پوره د باور وړ کس دی، چې نور هم لودي واکمن ته د باور وړ وګرځېد.
موږ د مخه د سلطانپور يادونه وکړه، او د سکانو دوديزه مېله چې اوس هم د ننګرهار په سلطانپور کې، په کال کې يو وار جوړېږي نو ځکه خو د سلطانپور نوم د پام وړ ګڼل کېږي.
د ننګرهار په سکانو کې داسې يوه انګېرنه موجوده وه، چې بابا نانک کله ورک شو، نو د سلطانپور له يوې چينې نه تر بل سلطانپوره پورې ورسېد. دلته موږ دوه سلطانپوره پېژنو، چې يو همدغه د ننګرهار سلطانپور دی، چې د مخه يې يادونه وشوه او بل سلطان پور د هندوستان دی چېرته چې نانک هلته د مرستون مشره وه.
د دغه سلطانپور په اړه ويل کېږي چې د کوشانيانو د واکمنۍ په مهال کې دغه سيمه د «سرومانپور» په نوم يادېده، د بودايي لمانځنو مرکز و.
د غزنوي محمود لخوا دا ښار وېجاړ شو، ولې د هغه مهال يوه جنرال چې لودي سلطان خان نومېده دا ښاريي بيا ورغاوه چې ځانګړی ارزښت يې درلود.
داسې هم ويل کېږي چې د دې ښار بنسټ يوسف خان اېښی دی، چې د لودي سلطانپور په نوم يې ونوموه خو په کوم وخت کې چې لودي دولت خان د سلطان پور واکمن وه، نانک ډېره موده دلته استوګن وه .نو ځکه خو د سکانو روايت اوس هر سک ته سپېڅلی دی. نانک له سلطانپور نه وروسته له خپلو دوه تنو ملګرو سره،
چې د يوه نوم يې مردان ربابي چې مسلمان وه. خو کله به چې نانک کوم نوی شعر وليکه نو بيا به مردان ورسره رباب واهه.
دويم ملګری يې هندو وه چې «رامداس» نومېده درې واړه د اوږده سفر ملګري وه. لومړی يې د پنجاب ډېرې سيمې وليدې بيا کابل ته په لاره د ننګرهار په سلطانيو کې واړول.
بيا له همدې ځايه کابل ته ورسېد چې له هغه ځايه ايران او بيا ترکيې او په پای کې مکې معظمې ته ورسېدل.
يوه ورځ چې پښې يې د کعبې لوري ته غځولې وې، قاضي رکن الدين پرې غوسه شو. چې ګنې تا د سپکاوي لپاره داسې کړي دي نو نانک په ځواب کې ورته وويل که تاسو کولی شی زما پښې هغه لوري ته کړی چې هلته خدای (ج) نه وي؟
بېرته په لاره کې مردان د افغانستان په خلم کې مړ شو ولې د هغه مړی يې وسوځوه او بېرته پنجاب ته راغی دويم ځل نانک له يوه بل ملګري، چې د مردان زوی کېده سجاد سره کندهار ته لاړ. دا هغه وخت دی چې بابا نانک ډېر پلويان پيدا کړي وه او د ډېر شهرت څښتن هم شوی وه.
لودي ابراهيم چې په ۱۵۱۷ز کال (۹۲۳ هـ.ق) کې پاچا شو د بابا نانک نوم د هر چا د ژبې په سر وه. نو بيا یې دی دربار ته راوغوښت، خبرې يې ښې پرې ونه لګېدې، نو ځکه يې زندان ته ټېل وهه.
لودي ابراهيم نه يوازې د نانک غوندې يو شمېر نور فقيران رټلي وه، بلکې د پلار او نيکه ډېر سرداران يې هم يا ووژل او يا خو يې بنديان کړل .ان دا چې د ده نږدې تربور، دولت خان د پنجاب حکمران هم د ده په ضد بابر ته بلنه ورکړه، چې په ابراهيم لودي بريد وکړي.
د بابر د واکمنۍ په مهال نانک مشهور په ګورو نانک (بابا نانک) دومره پلويان او پيران پيدا کړ چې د راوي د سين په غاړه د ده په دېره کې هره ورځ ګڼ شمېر مريدان د ده په لنګر کې حاضر وه.
دی نه يوازې په سکانو ګران وه بلکې د مسلمانانو لپاره هم د درناوي وړ وه.
کله چې دی د سپتامبر په ۲۲ د ۱۵۳۸ز کال د ۷۱ کالو په عمر مړ شو، نو بيا داسې يو روايت شته چې مسلمانانو غوښتل چې دی ښخ کړي او سکانو بيا ټينګار کاوه، چې دی وسوځوي، ځنې د ده د مرګ نېټه(۱۵۳۹) ښيي .هغه مهال چې څادر د ده له مخه پورته شو، که ګوري دی نه وه په کيسه کې دا هم را غلي دي چې مسلمانانو د هغه څادرنيمه برخه ښخه او سکانو د هغه څادر نيمه برخه وسوځوله.
له ده نه وروسته د ده پيرانو د ده تعليمات د سکانو په مينځ کې خپرول او يو زوی يې «سري چند» نومېده، د ده په څېر يو فقير انسان وه. ولې بل زوی يې چې «لکمي چند» وه يو شتمن انسان وه چې نبيره يي اوس هم په پنجاب کې اوسېږي.،
دغه يادونه هم د پام وړ برېښي چې وويل شي:
«ګرو نانک» يانې څه؟ نانک خو نوم وه چې په ده اېښودل شوی وه «کرو» د سنسګرت ژبې اصطلاح ده چې د ښوونکي (لارښود) په مانا کارول کېږي او پخپله د «سيک» کلمه بيا د ډېرو په اند د زده کړو په مانا راغلې ده. (نوربیا )
[1] – د برټش کتابتون قلمي نسخه عباس خان سرواڼی ۲۰ مخ.
[2] – A.Dow د فرشته ژباړه ۲ ټوک ۱۱۳ مخ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب