جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د ښوونځي د زنګ مېله په تېرو سلو کلونو کې

د ښوونځي د زنګ مېله په تېرو سلو کلونو کې

ګل آغا احمدي وردګ

په افغانستان کې هجري لمریز کال، پسرلی او نوروز په دریو تاریخي مېلو سره پيل کېږي او د هر هجري لمریز کال په دریو لومړیو ورځو کې په ملي کچه درې مېلې جوړېږي په دې توګه چې د کال لومړۍ ورځ د (نوروز مېله) د کال دویمه ورځ (د بزګر مېله) او کال دریمه ورځ  (د ښوونځي زنګ د کړنګولو مېله) وي. د کال په لومړۍ ورځ د مېلو سره یو ځای د افغانستان د دولت له خوا رسمي رخصتي وي خو په دریمه ورځ چې د ښوونځي د زنګ مېله ده په هغه ورځ ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې کار پیل کوي او په دې ورځ رخصتي نه وي. د ښونځي د زنګ په کړنګولو سره د ټول افغانستان په سړو سیمو کې تعلیمي کال په رسمي بڼه پيل کېږي او د ښوونځي زنګ وهل د یوې تعلیمي او کلتوري مېلې په توګه د افغانستان په تاریخ کې ثبت شوی دی. باید وویل شي چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د امیر شېرغلي خان د پاچاهۍ پر مهال عصري تعلیم پيل شوی چې له ۱۲۴۲ هجري لمریز کال سره برابر دی. خو د انګرېزي ښکېلاک د یرغل او د آزادۍ د لارې د مبارزو له کبله په هېواد کې د عصري زده کړو بهیر د یوې مودې لپاره و ځنډېد او دا بهیر دویم ځل د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په ۱۲۸۲ هجري لمریز کال د حبیبیه لېسې په جوړېدو سره پيل شو. د افغانستان د پوهنې بهیر په ۱۳۰۸ هجري لمریز کال د حبیب الله کلکاني د حاکمیت د ۹ میاشتني مودې څخه پرته چې عصري تعلیم په بشپړه توګه په هېواد کې له سقوط سره مخ وو، تر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال پورې د ځینو هسکو ټیټو په درلودلو سره د ښو، برابرو او بدو ورځو په درلودلو سره روان دی او هر تعلیمي کال په یو لړ رسمي مراسمو سره پيل کېږي. باید وویل شي چې له ۱۳۵۷ څخه تر ۱۳۸۰ هجري لمریز کال پورې د مختلفو لوریو تر منځ جګړو د افغانستان تعلیمي نظام کمزوری، متاثر او له نیمګړتیاوو سره مخ کړ، هرو مرو به د حکومت تر نفوذ لاندې سیمو او ښارونو کې د ښونځي د زنګ د کړنګولو مراسم جاري کېدل خو په عام ډول او د ټول هېواد په کچه دغه مراسم پيکه وو، زیات شمېر تعلیمي موسسات بند وو او نوی تعلیمي کال تش په نوم پيل کېده. له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال څخه وروسته چې د افغانستان پخواني جمهوری رئیس ښاغلي حامد کرزي د هېواد د چارو واګې په لاس کې واخیستې یو ځلې بیا دغو مراسمو ته نوی رنګ ورکړ شو او هڅه کېږي چې نوی کال په رسمي توګه د زنګ په کړنګولو سره په رنګینو مراسمو سره و نمانځل شي. د ښوونځي زنګ د کړنګولو د مراسمو په برخه کې هم زیات معلومات نشته چې له پخوا څخه دغه ډول چارې په څه ډول اجرا کېدې او دا هم په بشپړه توګه جوته نه ده چې د افغانستان د سیاسي حاکمیت په مختلفو دورو کې د ښوونځي د زنګ وهلو ټولیز مراسم څه ډول وو. هغه څه چې موږ ته په هکله معلومات حاصل شوی دا دي چې د هر تعلیمي کال په پيل کې یا خو د حاکم نظام سترو چارواکو (پاچا، ولسمشر یا صدراعظم) د ښوونځي د زنګ مېله په رسمي توګه پرانیستې، په همدې مناسبت به د حکومت او پوهنې وزارت د مشرتابه په سطحه رسمي ویناوې کولې او یا به یې له خپل لوري پيغامونه خپرول. د ځینو تاریخي لاسوندونو څخه دا خبره په ډاګه کېږي چې امیر شېرعلي خان،  امیر حبیب الله خان او امیر امان الله د خپلې پاچاهۍ پر مهال د زده کوونکو د تدریس په چارو کې ونډه اخیستې، درسي ټولګیو ته ورغلي او زده کوونکي یې تشویق کړي دي. دغه کار د افغانستان پخواني جمهور رییس ښاغلي حامد کرزي او د افغانستان اوسني جمهوری ښاغلي محمد اشرف غني هم کړی دی او هڅه یې کړې ده چې په همدې ورځ له زده کوونکو سره یو ځای عکسونه واخلي. د هغو معلوماتو په اساس چې د پوهنې وزارت د املاکو پخواني رییس ښاغلي (محمد صدیق کرمخېل) د تیلفون د لارې د دې لیکنې لیکوال ته ورکړی دی، د ښوونځي د زنګ مېله په معاصره بڼه په ۱۳۱۲ هجري لمریز کال له هغه څخه وروسته پیل شوه چې پخواني پاچا او د ملت بابا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه واک ته و رسېد. له ۱۳۸۱ هجري لمریز کال راهیسې تر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال پورې د ښوونځي د زنګ مېله د کابل په اماني لېسه کې د جمهور رییس په وینا پیل کېږي او ډول ډول پروګرامونه لري. په ۱۳۹۹ هجري لمریز کال کې د ښوونځي د زنګ مېله د کرونا له کبله و نه شوه، نوی تعلیمي کال پیل نه شو او ښوونځي د همدې وبا له کبله رخصت وو. د ښوونځي د زنګ کړنګولو دود د کابل ښار په نورو ښوونځیو او ولایتي کچه هم په ورته شکل  صورت مومي او د ښوونځي زنګ د ولایتي مقاماتو، د پوهنې د سلاکارانو، رئیسانو، د ښوونځیو د مدېرانو او نورو چاروکو له خوا د هېواد په یو شمېر ښوونځیو، لېسو او تعلیمي ادارو کې د رسمي مراسمو په ترځ کې پرانیستل کېږي. د ښوونځي زنګ د مېلې څخه بنسټیزه موخه دا ده چې په افغانستان کې حاکم نظام د افغان ولس په وړاندې خپله ژمنتیا او د پوهنې اهمیت څرګند کړي او په هېواد کې د پوهنې د تعمیم لپاره په ملي کچه هلو ځلو ته پیاوړتیا په برخه کړي. د ښوونځي زنګ په میله کې د حاکم نظام د مشرتابه وینا يا پيغام، د پوهنې د وزیر وینا، پوهنیزې ترانې، سپورتي لوبې، ملي اتڼ، د څارندوی ډلې هنري فعالیتونه، پوهنیز نندارتونونه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د زده کوونکو د روزنیزو پروګرامونو ښودل، موسیقي، سندرې، ډولونه، وتلیو ښوونکو ته ډالې او انعامونه ورکول  او داسې نور شامل وي. له ۱۳۸۱ څځه تر ۱۴۰۰ هجري لمریز کال پورې د ښوونځي د زنګ وهلو رسمي مراسمو په اجنډا کې د قرآن کریم تلاوت، ملي سرود، په پښتو او دري ژبو ملي ترانې، د پوهنې د وزیر د تېر کال ګزارش او راتلونکي کال پلان، د ولسمشر وینا، د ښوونځي د زنګ د کړنګولو مراسم، جمعي عکسونه اخیستل او د پوهنې د خادمانو تقدیر کول شامل وي. د دې میلې رسمي مجلس ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر، د جمهور رئیس سلاکاران، د پوهنې وزیر او د پوهنې د وزارت منسوبین، د کابینې غړي، د ملي شورا استازي، د کابل ښار د ښوونځیو مدېران، استادان، زده کوونکي، ځینې عام وګړي او د پوهنې مینه وال وربلل کېږي او مراسم یې له ملی تلویزیون څخه په رسمي بڼه په ملي او نړیواله کچه خپرېږي. ۱۲ وری ۱۴۰۰ هجري لمریز کال. 

اځلیکونه

  1. د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ارګ ویب پاڼه او فیسبوک پاڼه
  2. د پوهنې وزارت د املاکو له پخواني رییس ښاغلي صدیق کرمخېل سره مرکه
  3. د افغانستان د پوهنې تاریخي بهیر، د ګل آغا احمدي وردګ لیکنه
  4. سیر تاریخی معارف افغانستان، نوشته ګل آغا احمدی وردګ
  5. د سترګو لیدلی حال هغه مهال چې لیکوال د پوهنې  وزارت ویاند او مطبوعاتي سلاکار وو. 
  6. تاریخ معارف افغانستان، نوشته جمیل الرحمن کامګار
  7.  تاریخ معارف عصری افغانستان، نوشته محمد اکرام اندیشمند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب