Homeخبرونهدیبورا لاینز د افغان سولې خبرو په تړاو د بحث لپاره قطر...

دیبورا لاینز د افغان سولې خبرو په تړاو د بحث لپاره قطر ته تللې

تاند(پنجشنبه، د حمل ۱۲) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د افغانستان د سولي خبرو په تړاو بحث لپاره نن قطر ته ولاړه.

په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما وایې دیبورا لاینز به د افغانستان د دولت مرکچي پلاوي، د طالبانو له استازو او هم د ترکیې، قطر او امریکا متحده ایالاتو له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان سولي بهیر د ګړندي کېدو او تاوتریخوالي د کمېدو پر لارو چارو خبري وکړي.

مېرمن لاینز تر دې سفر وړاندې تېره ورځ په ارګ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل.

دا په داسې حال کې ده چې په دوحې کې د افغانانو ترمنځ خبرو سره سره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه نه ده کمه شوې.

دا سولې خبرې تېر کال په سپتمبر کې پیل شوې ، خو له شاوخوا دریو میاشتو راهیسي په ځنډ پر مخ ځي.

د یادونې ده چې د ترکیې استانبول ښار به په همدې میاشت کې د افغانستان د سولي په اړه د یوې غونډي کوربه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...