جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+بلخي اریایان، د هند او پارس په لور

بلخي اریایان، د هند او پارس په لور

۱۱ مه برخه

لومړی د پارس په لور،

  استادشهسوارسنګروال

تر اوسه چې کومې څېړنې شوېدې ، انګېرنې او روایتونه داښېيې ، چې د اریایانو لومړی ټاټوبی او استوګنځی د یورال غرونه او سیندونه، د کسپین سمندرګی،دروسې جنوب او د تور سمندرګې شاوخوا سیمې ګڼلی شو،نو پدې بنسټ ویلی کېږي ، چې هند و اروپایې اریان په لومړی سر کې په دوه برخو وېشل شویدي، چې یوه ډله مخ په لویدیزو خوځېده چې په پاې کی د اروپا په یو شمېر هېوادونو کې خواره شول.

ختیځپوهانو او لرغون پېژندونکو، د دوئ د کډوالۍ نېټه له میلاد نه  درې زره (۳۰۰۰ م ز) کاله دمخه ټاکلي او دوی د سهیلي اروپآ لوری ځکه غوره وګاڼه، چې دشمالي اروپا په پرتله یې هوا ډېره سړه نه وه .

په سر کې دوئ یانی لومړني اریایان د«هلتانو» پنوم نامتو شول ،چې  په روم او د مدیترانې شاوخوا سیمو کې ودان شول.

بله ډله اریایان له خپل لومړني ټاټوبي نه مخ په مینځنۍ اسیا را وخوځیدل او تر شمالي هندو کشه پورې راورسېدل،چې  په حقیقت کې دغه ډله هم په دوه برخو وېشل کېږي، چې یوه ډله یې د امو رود په شمال او بله ډله یې د امو رود په جنوب کی اباده شوه.

د امو رود د دغې غاړې اوسیدونکي د باختریانو پنوم ه یادېدل دا ځکه چې پلازمینه یې د بلخ او باخترپه نوم نامتو وه . همدارنګه د امورود پورې اوراپورې غاړي اریایان چې ګڼ شمېر یې ساکیان ول د «تورانیانو» په نوم یادېدل او دغه ساکي وګړي تر ډېره بریده کوچیان او بزګران وو.

په اوستا او یو شمېر کتابونو کې هم دوئ «توراني» بلل شویدی او دوئ له اصله اواره، اریایان دي… د هېرودوت په اند دوی د «ډان» له سین نه د ډانیوب تر سینه پورې د واک او ځواک څښتن ول.

کله چې د اریایانو یوه برخه د هندوکش په لور جنوب ختیځ پلوته وخوځېده، بله غوښنه برخه یې مخ په لویديځ کډه شوه، ښایي چې دغه هجرت د ۲۰۰۰ م ز کال په شاوخوا کې ترسره شوی وي. دا چې اریایان له باختر نه پارس ته څه وخت او له کومې لارې ننوتې دي ټاکلې زمانه اوکوټلې نېټه یې نشي په ګوته کېدی، خو د احسان طبرې د یوې څرګندونې له مخې، ښايي، چې یوولسمې مخزېږدي (۱۱ م ز) پېړۍ په شاوخوا کې اوسني ایران ته راننوتې وي.

لکه څرنګه چې د امو شمال ته پراته اریایي قومونو کې ساکیان (ساکو) ښايي د شمېر پر بنسټ او یا د جنګیالیتوب په اساس  د ځواک څښتن شول، دارنګه هغه اریایان، چې باختر نه د پارس په خوا په ۱۳۰۰ م ز کال وخوځېدل ، دوۍ لومړی جنوب لودیز او په پای کې د لویدیز له لاری هلته ورسېدل ،چې بیا ورورو دوۍ هم دیوه حکومت بنسټ کېښود.

په ګڼ شمیر کې دغه وګړي ، چې وروسته په مادیانو او پارسیانونامتو شول، سترې ټولواکمنې جوړې کړې .ولی یوه خبره باید کره کړو، چې پدغه لېږد کې یوازی دغه دوه قومونه (مادي-پارسي) نه ول، بلکې پدغه مهاجرت کې ګڼ شمېرنورو قومونوچې پارتي وګړي دبېلګې په توګه یادولی سوهم شتون درلود ، خودا چې یو شمېر څېړونکي یوازې دغو دوه قومونو ته ګوته نیولی ده د تامل وړ دی.

که چېرې دغه قضاوت د واک او ځواک په سروي، چې مادیان د مخزېږدي اومې (۷) پېړۍ په نیمایي او پارسیان د شپږمې (۶ م ز) مخزیږدي پېړۍ په نیمایي کې واک ته ورسېدل او سترې ټولواکمنۍ یې جوړې کړې ولې دا خبره دا مانا نه لري، چې پدغه لېږد کې نور قومونه نه ول.

کله چې اریایي توکمه وګړي د ختیځ له لارې اوسني ایران ته ورسېدل له اثوریانو سره، چې په خټه «سامي توکمه» ول مخامخ شول.

یوه خبره باید هېره نکړو، چې دغو قبیلو کله هم مسقیمه لاره نده خپله کړې، بلکې د یو شمېر ستونزو او خنډونو له مخې سهل او جنوب لویديځ لورته کوچېدلي دي ، چې په پای کې مادیان، پارسیان او ورسره نو اریايي قومونه د خزر جنوبی ټاپوګانو د لوط دښته او په ټوله کې جنوب، جنوب لویدیځ او شمال لویديځ سیمې ورورو لاندې کړې ، چې په سر کې مادیانو د خزر ټاپوګانو کې د کرهڼې د ود اودڅاروېیو د روزنې هڅې چټکې کړې چې وروسته پارسیان هم ورورسېدل او د خپلو تر بورانو په ګاونډ کې واړول.

که څه هم دغه لېږد سوونه کاله نیولي دي، په لومړي سر کې د پارا پامیزاد د غرونو په کڅونو او لمنو کې واړول ورپسې هلمند، ارغنداب، فرا رود، خاشرود، هریرود ته ورسېدل او د لوط د دښتې له لارې اوسني ایران ته واوښتل.

موږ دمخه د دغو دوه قومونو (ماد-پارس) یادونه وکړه او ومو وېل چې نورو اریایي قومونو هم په بېلابیلو وختونو او یا ښایي په یو وخت کې له دوې سره پدغه مهاجرت کې مل ول.

انګېرنې داسې دي چې د یو شمېر اریايي قومونو تر مینځ پدغه وخت، په سیستان، هلمند، نیمروز او لویدیځ شاوخوا سیمو کې نښتی هم وشوې چې موږ د پهلوا، ساکو، پارتیانو، کاسانو، مادیانو او پارسیانو تر مینځ جنګونه د ساري په توګه یادولی شو.

د دغو ناخوالو له امله یو شمېر قومونه اوسني پارس ته واوښتل، ولې بیا هم دغه لویه او پراخه سیمه د یادو قومونو تر مینځ د څاروېیو د څړځایونو پنوم ووېشله شوه.

تر ډېرې مودې دغه قومونه د بین النهرین د حکومت تر ګواښ او واک لاندې ول، ان تر دې چې دغه اریایي وګړي له سامي توکمو (اثوریانو) سره دومره ورګډ شول، چې ختیځپوهانو تر ډېره وخته دغه فکر کاوه، چې ګنی دوئ «سامي نژاده» دي که څه هم پارسیانو یو واحد مرکز نه درلود، د کوچیانو په ډول د موسم په بدلون له یوه ځایه بل ځای ته لېږدیدل.

نورو قومونو به دوی «پارسا» بلل په دوئ کې هخامنش ټبر نامتو وه، نو ځکه یې پاچایان پاسار ګاد Pasargadae بالل، چې په پای کې د هخامنش کورنۍ مشر کوروش (cyrus) پخپلو تربورانو «مادیانو» بر لاسی شو او (۵۵۰ م ز کال) له پارس نه تر مصر او ان اباسینه پورې یو ستره ټولواکمنی جوړه کړه .

اریا یان د هند په لور،

په ویدي او اوستایي سرودونو او همداشان د لرغونو اریایانو په سر کې د هندوانو په حماسي اثر «مهابهاراته» کې، د اریایي قومونو، غرونو او سیندونو یادونه شوېده.

نو پدې بنسټ د اریایانو یوه څانګه د ریګوید د پېر په وروستیو کې، جنوب او جنوب ختیځ خواته (لکه څرنګه چې د هندوکش له شمال نه جنوب ته واوښته ) کډه شو ل …

د تاریخپوه کهزاد په اند په کوبها (کابل)، کرومو (کرم) ګوماتي (ګومل)، راسا (کونړ)، سوتي (سوات)، سرا سواتي (ارغنداب) د سیندونو په غاړه یې واړول او ورورو د «سند هو» چې د اریایانو طبعی پوله ګڼل کېږي ځای پر ځای شول .

دغه اریایي توکمه وګړي له مخزیږدي نه څوارلس سوه کاله دمخه له اباسین نه تېر شول او په سر کې د هند په شمالي سیمو کې خواره او اباد شول، حال دا چې دوی د ۱۶۰۰ م ز په شاوخوا کې د اندوس ته رسیدلي وو.

لکه څرنګه چې جنوب او جنوب لویدیځ ته په لاره اریایي قومونه پخپل مینځني جګړو کې ښکیل شول، دارنګه هغه اریایي قومونه هم چې مخ په هند خوځيدلي ول، پخپلو کې په جګړه پرېوتل ،چې د لسو خانانو (لسو قومونو) تر مینځ خونړی جګړې په لرغوني تاریخ کې دیا دونې وړګڼلی شواو پدغه ترڅ کې «بهاراته» قبیله د خپلې ځواکمنۍ له مخې جنوب ختیځ لور ته پرمختګ وکړ.

«اریایان بیا د پنجاب او ګنګا په هوارو کې د مهاباراته په نامه یو ستر حماسي اثر او نور اثرونه په سنسګرت ژبه کې وکښل او د هندویزم په نامه یې یوه نوي ژوند لاره غوره کړه، چې د هغې له مخې یې ټولنه په څلورو پوړونو (caste) ووېشله برهمنان brahmans، کشتریان kashtariyas، ویشیا vaishyas او شودرا shudras، دغه پوړونه په ترتیب سره په دینی لارښوونې، جنګ، کرنې او ښکته چارو وګمارل شوې .»([1])

په یادو طبقو او پاړکېیو کې د شوډرا shudras یاد سوډره ډله د نورو په پرتله بېوځله او کمزورې وه او دوئ هغه بومي وګړي ول، چې په جګړو کې نیول شوي ول او د یونانیانو په څېر یې میرمنی د وینځې او نران یې د مریانو په توګه استخدام کړل.

د بهاراته قبیله، چې یوه ځواکمنه اریایي څانګه وه، نو ځکه خو د اندوس ختیځې سیمې له برهان نه نیولی تر ګنګا رود پورې، دغه ټوله پراخه سیمه یې «بهاراته ورشه» یا بهاراته ورته یانې د بهاراته وګړو څړ ځاې وبلله.

له دې سربېره د «بهاراته» قبیله د خپلې ځواکمنې له مخې د «مهابهاراته» یانې لوی بهاراته پنوم ونومول شوه.

د همدې بنسټ له مخې «موسیو سیلون» فرانسوي ختیځپوه او لرغون پېژندونکی «بهاراته ورته» د هندوستان لومړی «ملي نوم» ګڼي.

هغه مهال چې اریایانو د بېلابیلو لاملونو له مخې له لرغوني باختر نه هرې خواته هجرت وکړ، ولې ګڼ اریایي توکمه وګړي پخپل پلاز کې هم پاتې شول چې دوی د مرکزي باختریانو په نوم یادشول.

مرکزي یا باختري اریایان،

هغه وخت  چې یو شمېر ژبپوهانو او لرغون پېژندونکو، په سرکې د لویدیزی نړۍ ختیځپوهانو د باختري ژبو د څېړنو په موخه په هند او ایران کې څېړنې او ځېرنې پیل کړې، په دې اندول، چې په باختر کې د اریایانو د مورنۍ ژبې تاریخ د مخزیږدي اته (۸) زره کالو شاوخوا ته رسیږي.

دا چې دغه اند او نظر د څېړنیزو ارزښتونو له مخې څومره یقییني دي؟ پدې تړاو لا ډېرو برسېرونو او څېړنو ته اړتیا ده…ولې د کومو څرګندونو، چې پخلی کېږي، هغه د باختري اریایانو، لومړنی اریایي بنسټ دی، چې د هندو ژرمن یا د هندو اروپایي وګړو د تمدن ټاټوبی ګڼل کېږي.

خو کوم څه چې د باختري اریایانو تاریخ او د وخت د تمدن رښتنې بېلګې په ګوته کوي، هغه د ویدي او اوستایي سرودونو ارزښت دی، چې د باختریانو لرغونی تاریخ راښېي ،دا ځکه،چې د «پخوانیو اریایانو په برخه کې زموږ معلومات د «ویدیک» له ادبیاتو څخه لاسته راځي، چې دغه مذهبي توکي ښایي له مخزیږدي نه زر (۱۰۰۰) کاله دمخه مینځته راغلي وي.»[2] او هغه هم په باختر کې.

له دغو څرګندونو او انګېرنو نه بریښي، چې د باختر په شاوخوا کې، کوم ارین توکمه وګړي، چې استوګن ول د یوه غوره مدنیت درلودونکي ول .

له ریګوید پرته د باختري اریایانو بل نامتو او لرغونی کتاب اوستا وو، چې په ۱۷۶۱ ز کال یوه فرانسوي لرغونپوه انکتیل دوپرون anquetil duperon په هندوستان کې د اوستا کتاب ولوست او بیا یي په ۱۷۷۱ کال هغه وژباړه اواروپانو ته وړاندې کړ .

څېړونکو او پوهانو د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ډاګیزه کړه، چې د کتاب ژبه یانې «زند» له سانسسګرت سره ورته او شباهت لري.

ویلیم جونز jones-william په ۱۷۸۶ کال، ورپسې فریدرچ کلد fariedricschled، جیمز، سي، پریچرډ james,c.prichard او همدا راز نورو، سانسګرت، یونانی، لاتین، سلتیک جرمني او سلوتیک یوه کورنۍ  بللې او پدې یې ټینګار کړیدی، چې د یادو ژبو، کورنۍ هرومرو یوه ده.

د اریایي وګړو د ژبو او قومونو یو ستر پلاز باختر دی او د ویلسن Wilson په اند غه ټاټوبی د اصیلو وګړو استوګنځاې دي.

د اریایانو په درې موهمو مرکزونو کې ستر مرکز د باختری اریایانو پلاز باکتر او یا باختر وو. او دوه نوريې، پاختیا او یا پکتیا، اریا او یا هرات ګڼل کیږي.

یوه بل فرانسوی څېړونکي کوردو coeurdoux به ۱۷۶۷ ز کال د یوه مکتوب په ترڅ کې وکښل، چې د سنسګرت، یونانی او لاتین ژبو کلمات یو بل ته نږدې دي.

ډېر لرغونپوهان او څېړونکي پدې اند دي او پدې ټینګار کوي چې د اریایانو د استوګنې لومړی ټاټوبی د هندوکش شمال، اکسوس او یا د باختر شاوخوا پراخې سیمې ګڼلی شي، چې موږ د دغه اند او فکر پلویان، چې د دې نظرې پخلی یې کړیدی، مکس مولر max muller، فرانسوا النور مانت francoilenormrant او نور د بیلګې په توګه یادولی شو.[3]

ګڼ شمېر لرغونپوهان د اوستا د سرچینو پر بنسټ پدې اند دي چې د ډېرو سړو او یخنۍ له کبله لرغونو اریایانو د سغده (سغدیان) او مرو (مورو) له لارې باختر (بخدیم) ته، چې د مخزیږدي پنځه زره کاله (۵۰۰۰ م ز) شاوخوا به وه راننووتل او لږ تر لږه درې زره کاله په باختر کې پاتی شول.

له کرهڼیزو هڅو سربېره د خپلو څارېیو د روزنې او د څړ ځایونو د پيدا کولو لپاره یې هم ډېر ځایونه وموندل، ورورویې د ټولنیز ژوند دودی او پرمختګ هڅې چټکې کړې.

دوئ نه یوازې کوچیان ول، بلکې د کورونو او ښارونو د جوړولو لپاره یې هم لومړني کارونه پيل کړل.

د شمېر د زیاتوالي له امله او یا د څړ ځایونو د موندلو په موخه، ویدي قبایلو د (۲۰۰۰ م ز) دوه زره مخزیږدی کالو په شاوخوا کې له باختر نه هجرت پيل کړ، لومړی په افغانستان کې خواره شول او بیا تر هند او ایران پورې ورسېدل .

دغو اریایانو له ځان سره یو شمېر کلتوري ارزښتونه هم ولېږدول او د اریایي سرودونو هغه څلور ټوکه، چې ډېر پخوانی یې ریګوید وو، هم سینه په سینه راتلونکي نسل ته په میراث پرېښود .

هغه لرغوني اریایان، چې په بخدي (باختر) کې استوګن ول، که له یوې خوایې مدني او مذهبي ارزښتنونه پالل، خو له بلې خوا یې د یوه ټولنیز نظام بنسټ هم کېښود.

د باختري اریایانو ټولې اقتصادي، سیاسي، کلتوري او ټولنیزې چارې، تر ډېره بریده، په سرودونو کې راغلي دي.

د ساري په توګه په ویدي سرودونو کې داسې ډېر مواد موندل کېږي، چې زموږ د لرغونې خاورې د لرغونی مدنیت بېلګې را په ګوته کوي…

په ریګوید کې ډېر داسې توکي هم تر سترګو کېږي، چې د اوستايي توکو شتون، موجودیت او واقعیت ته ځواک او قووت بخښي، په ویدي سرودونو کې لومړنیو اریایي امیرانو ته د رب النوع مقام ورکړ شوی دی، د بېلګې په توګه یما (جمشېد) یادوو چې د مړو شفاعت کوونکی رب النوع ګڼل کید ه .

له مذهبي او مدني ارزښتونو سربېره یې د باختري اریایانو د سلطنتي نظام خطوط هم کاږلي دي ، چې موږ

له ویدي سرودونو سربېره په اوستا کې هم د باختریانو د سلطنتي کورنۍ پاراداتا، کاوي او «اسپه» نومونه هم یا دولی شو.

 په پاې کې دې پایلې ته رسېږو چې په ویدي او اوستايي سرودونو کې د باخترې پاچاهانو او پهلوانانو کیسې او داستانونه تر سترګو کېږي.



) کاکړ پوهاند حسن پښتون، افغان، افغانستان ۱۳ مخ[1]

[2] ( Edward d, myers education in the perspeciuc of history, newyork harperand brothers publishers 1960

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب