چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپاکستان ۲۱ نور افغان بندیان خوشې کړل

پاکستان ۲۱ نور افغان بندیان خوشې کړل

تاند (یکشنبه، د عقرب ۱۴ مه)  له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د پرېکړې په دوام، د پېښور له زندان څخه ۲۱ تنه نور افغان بندیان هم پرون تورخم ته واستول شول.

د پېښور د مرکزي زندان یوه چارواکي اسوشیتید پریس خبري آژانس ته ویلي دي چې له دې سره له دې زندانه افغانستان ته د استول شویو بندیانو شمېر ۷۶ ته ورسېد.

دې چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، تایید کړې چې په دې ۷۶ کسانو کې ۵۲ تنه کم عمره بندیان وو، چې تېره چارشنبې له دې زندانه افغانستان ته واستول شول.

د نوامبر په لومړۍ نېټه له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو د مهلت له پای ته رسېدو سره سم پاکستاني چارواکو ویلي چې هره ورځ د لسو زرو په شاوخوا کې بې اسناده افغان کډوال له دې هېواده ایستل کېږي.

پاکستان په دې پریکړه، له پراخو نیوکو سره مخ شوی خو ټینګار لري چې له پریکړې نه په شا کیږي.

په ورته وخت کې، خپل هېواد ته شړل شوي افغان کډوال له ګڼو ستونزو شکایت کوي او وایي لازمه مرسته ورسره نه ترسره کیږي.

طالب چارواکي بیا تر خپله وسه د مرستو خبر ورکوي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب