Home+مصنوعي ذهانت د انسان عمر اټکلوي

مصنوعي ذهانت د انسان عمر اټکلوي

تاند- یوې نوې څېړنې څرګنده کړه چې مصنوعي ذهانت یا اې آی د یوه روغ انسان عمر د هغه د ټټر د راډیوګرافي یا ایکسرې له لارې اټکلولی شي.

ساینسپوهانو د مصنوعي ذهانت یو ماډل جوړ کړی چې د وګړو د بیالوژیکي عمر د معلومولو لپاره د تټر ایکس وړانګه څرګنده کړي.

په دې نوې څېړنه کې، چې په (The Lancet Healthy Longevity) مجله کې خپره شوې ده، د جاپان د اوزاکا میتروپولیټن پوهنتون څېړونکو څرګنده کړې چې که هر څومره د مصنوعي ذهانت له لوري د چا عمر د هغه د حقیقي عمر پرتله زیات اټکل شو، په مزمنو ناروغیو یې د اخته کېدو چانس زیات دی.

د دې څېړنې لیکوال یاسو هیتو میتسویاما وايي:«زموږ د څېړنو پایلې ښيي چې د ایکسرې په وسیله د اخیستل شوې عکس له لارې د هغه کس عمر معلومېدای شي او دا هم ښيي چې دا کس ممکن څومره کاله نور ژوندی پاتې شي.»

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...