بسم الله الرحمن الرحیم
زه هغه څه چې زموږ له مهاجرینو سره د اجباري ستنولو برخه کې روان دي، په ډېرې اندېښنې له نژدې تعقیبوم. دغو واقعاتو وښوده چې ګاونډیان د افغانستان له ټولو وګړو سره د یوه تعریف، او یوې زاویې له مخې چلند کوي چې هغه افغانیت دی. دې خبرې به یوځل بیا هغو کسانو ته هم چې ځانونه یې له ملي مشارکت نه ایستلي، ثابته کړې وي چې نور، دوی هم تر همدغه تعریف لاندې راولي. له بلې خوا، د طالبانو حرکت هم باید پوه سي چې اعمال یې پر ټولو افغانانو، د نړۍ هره برخه کې چې وي، تاثیر کوي او مسوولیت یې په دوی راځي.
در عین حال، باید به این حقیقت تلخ اعتراف نمود که کشورها، زمانی که دُچار بحرانهای اجتماعی و اقتصادی می گردند، لبه تیز انتقاد خود را متوجه مهاجرین می سازند و تلاش می کنند بار ملامت را به گردن آنها بیاندازند. این پدیده، تنها به منطقهٔ ما اختصاص نه داشته و عمومیت جهانی دارد. به امریکا بنگرید، و یا آنچه را در اروپا اتفاق می افتد، پیش خود مجسم سازید.
بحران جاری، پدیده یک روزه نه بوده و منحصر به پاکستان هم نه می ماند. تحلیل های اخیر از ایران تاکید بر آن دارد که جمعیت مهاجرین افغان در آن کشور در ظرف دونیم سال گذشته، دو برابر شده و از دو نیم ملیون به پنج ملیون رسیده است. برخورد با آنها نیز به حال سابق نه مانده است.
افغانستان د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه، د خپلو مهاجرینو له باعزته ستنولو پرته بله لار نه لري. زموږ دوو ګاونډیو هېوادو کې په خاص ډول، او په نوره نړۍ کې په عمومي توګه، د افغان مهاجرینو کثرت او د هغوی له پاره د عاجلو اقداماتو ضرورت، هم زموږ ملت او هم د طالبانو حرکت له یوې دوراهي سره مخامخ کړی دی. له هغې نه د وتلو یواځینۍ ښه لار، مشترکاً یو سم انتخاب ته رسېدل دي. دلته یوه لار، نورې انزوا او لا ډېر انحصار ته ځي او بله ملي وحدت او ملي، منطقوي او بین المللي مشروعیت ته ځان رسوي.
راهی که به انحصار و انزوا منتج می گردد، حد اقل در این پنج بُعد خلاصه می شود:
۱ – انکار از وخامت اوضاع.
تمام نشانه ها حکایت از آن دارند که حالت وخیم و دیرپا است و بدون یک راه حلِ درست، به سوی وخامت بیشتر خواهد رفت.
۲ – اتکا به جبر و استبداد.
در جامعه ای که پنج اصل اساسی حقوق اسلامی (مصوونیت زندگی، مصوونیت دین، مصوونیت دارایی، مصوونیت اجتماعی و مصوونیت عقل) عملاً وجود نه داشته باشد، اوضاع بحرانی تر شده و منجر به صدور فیصله های تَحَکُم آمیز و تَعمیل استبدادی آن می گردد. عواقب این روش و طرز فکر آنی، جدی و دیرپا خواهد بود.
۳ – د اجتماعي افراط او تفریط لا ژورتیا.
د اسلام د مبین دین د تعلیماتو او د خلفای راشدینو د کړنلارو په خلاف، همدا اوس په ټولنه کې د افراط او تفریط میزان په چټکۍ سره ډېرېږي. دې ډول افراط او تفریط ته زموږ په دیني تعالیمو کې هیڅ ډول اساس نه شته او نه یې ولس په حقه او مشروع بولي.
۴ – په بهرنیو مرستو د اتکا ډېرېدل.
د طالبانو ادارې لا دمخه، عملاً په محدودو نړیوالو مرستو باندې اتکا قبوله کړې ده او د مهاجرینو په راتګ، له نوي بحران سره دا اتکا نوره ډېرېږي. خو دا باید هېره نه شي چې افغانستان، نور نه د جهانیانو د پام په مرکز کې دی او نه د نړۍ ولسونه یا حتی هغه هېوادونه چې پخوا یې د طالب حرکت ملاتړ کاوه، د افغانانو له پاره د کومې اساسي چارې یا د ستونزې د حل په فکر کې دي. له طالبانو سره د هېوادونو مخکني روابط د هماغو شرایطو او خاصو معاملو له پاره وو چې هغه مرحله نوره پای ته رسېدلې ده.
۵ – بروز همزمان بحرانهای متعدد.
تراکم و بروز بحرانهای اقتصادی و اجتماعی بطور همزمان، بحران سیاسی را عمیق تر و پیچیده تر خواهد ساخت و خدا ناخواسته، وضعیت امنیت منفی را به یک بحران تمام عیار امنیتی مبدل خواهد ساخت.
خو په دې دوراهي کې د دویمې لارې انتخاب هم روښانه او واضح دی او دا پنځه بُعدونه یې اساسي برخې جوړوي:
۱- د اوضاع د جدیت منل او درک کول.
په دې ډول منلو او درک کولو کې باید د ملت لویه برخه، د طالبانو حرکت او د هېواد لوی او عمده قشرونه ټول په ګډه سهم ولري.
۲- د ملي او بین المللي مشروعیت له پاره لازمي اجماع.
د لازمي اجماع مقصد د ملت ډېره برخه، خاصتاً هغوی دي چې «خاموش اکثریت» بلل کېږي. دا ډول اجماع، خودگذري او د اوسنیو او راتلونکو نسلونو له خوا د یوې ښې آینده په هیله په شخصي او فرقه یي ګټو د ملي ګټو د برترۍ منل غواړي. هدف «د آزمایلو بیا آزمایل» یا پر اشخاصو ټینګار نه دی. اصلي ټکی، د داسې یوه شفاف بهیر چمتو کول او جوړول دي چې د افغانستان ټول خلک په کې د خپل سرنوشت د ټاکلو له پاره د خدای ورکړو حقونو د استعمال واک او امکان پیدا کړي.
در پهلوی آن، ضرورت به تأمین بی طرفی دوامدار افغانستان به حیث یک کشور مستقل در قلب آسیا، در تعامل با کشورهای همسایه، با آسیای متحرک، با جهان اسلام و با جامعه بین المللی می باشد.
۳- ایجاد دیدگاه و نقشهٔ راه برای مدیریت بحران های فعلی و جلوگیری از بحران های آینده.
از تجارب بین المللی، بخصوص از مشکلاتی که کشورِ توانمندی مثل جرمنی پس از جذب بیش از یک ملیون مهاجر خارجی در چند سال قبل با آن مواجه شد، باید درس گرفت. با توجه به این، افغانستان حد اقل به ۹ درصد رشد سالانه اقتصادی، برای حد اقل بیست سال آینده نیاز دارد تا قادر به ایجاد فرصت هایی شود که جذب و ادغامِ با عزت مهاجرین در جامعه را، تسهیل و تضمین می نماید.
۴- نیاز به انسجام ظرفیت ها، منابع و سرمایه های داخلی با هدف ممکن سازیِ تطبیق این نقشه.
خوشبختانه، ما دارای سرمایه های قابل ملاحظهٔ پنهان هستیم که با تامین مشروعیت ملی و ایجاد همکاری های منطقوی و جهانی میتوان به رشدِ موردِ نیاز اقتصادی، و فراهم سازیِ زندگی آبرومندانه برای تمام زنان، مردان، کودکان و جوانان کشور دست یافت. اما چنین روندی نیازمند تشخیصِ روشنِ ظرفیت های لازم و به کار انداختن آنها، بدون هرگونه خود پسندی، تبعیض و یا تاکید بر منافع یک اقلیت کوچک می باشد.
۵- خشونت مسلحانه بمثابه مانع اصلی در راه ایجاد یک دولت خدمتگذار.
جنگ های پیهم چهل سال گذشته، سدِ بزرگی در راه اصلاحاتی قرار داد که در نتیجه آن ممکن بود یک دولت فعال و خدمتگذار، اقتصاد پویا، وحدت اجتماعی و ثبات سیاسی ایجاد و استحکام یابد. اگر می خواهیم که با گذشته تلخ خود وداع کنیم، لازم است تا همان اصلاحات را با خونسردی، تأمل دقیق، اقدامات عملی و استفاده از طرحهایی که در محیط و ماحول ما امکان تطبیقِ عملی داشته باشند، نه با نسخه برداری های کورکورانه، مجدداً آغاز و به سرانجام برسانیم.
د نړۍ ډېر لرې او نژدې هېوادونه اوس، له هم زمانو او مسلسلو بحرانونو سره مخامخ دي. نړۍ د تېرو پنځو لسیزو له ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي روابطو نه د وتلو او یوه داسې نوي نظم او نظام ته د ننوتلو په حال کې ده چې شکل او څرنګوالی یې لا پوره ترسیم شوی نه دی او د لوبې قواعد یې روښانه شوي نه دي.
د نړۍ د تاریخ په دې حساس پړاو کې د هېوادونو او ولسونو بری یا ماته د هغوی په درک او ملي عواطفو پورې اړه پیدا کوي. هغوی چې ځانونه پخپله ویشي او جلا کوي او خپل ستروالی او ارزښت قصداً ټیټوي، له نورو عمیقو بحرانو سره مخامخېږي او حتماً به د خپلې لارې په موندلو او انتخاب کې اشتباه کوي. خو هغوی چې واقعیتونه درک کولی، د اوضاع وخامت لیدلی او پېژندلی او لاسونه سره ورکولی او زړونه سره نژدې کولی شي، ددې توان او امکان مومي چې بحرانونه په فرصتونو تبدیل کړي.
افغان مهاجرینو د کورني بحران په ټول بهیر کې، په پاکستان کې د پناه او ژوندانه امکانات موندلي او خاصتاً د کرښې د هغې خوا پښتنو او بلوڅو ولسونو او سیاسي مشرانو له ملاتړ او ننګې برخَمَن پاتې شوي دي. دغه مرسته او ملاتړ نن هم په هماغه حال پاتې دی. دا حقیقت له اوسني اجباري اخراج سره په مخالفت کې، چې د پاکستان د واکمنو له خوا ترسره کېږي، یو ځل بیا روښانه وځلېد. افغانان د خپلو پښتنو او بلوڅو خویندو او وروڼو ددغه ملاتړ او خواخوږۍ قدرداني کوي.
اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغانان، که په مجازي صفحو کې وي یا ولسي غونډو کې، یو ملي بحث او ګفتمان باندې موافقې ته ورسېږي چې د خپلو مهاجرو خویندو او وروڼو مشکلاتو ته مشترکاً یوه لاره پیدا کړي. ددغو بحثونو اساس به دا وي چې عمومي ګټې تل پر شخصي او فردي ګټو لوړوالی لري. له دې لارې د مهاجرینو د اوسني بحران سره د برخورد په ارتباط یوه ضروري اجماع جوړېدلی شي. د ملت په مقابل کې زموږ مسوولیتونه او د قیامت په ورځ د پاک خدای (ج) په حضور کې زموږ د حساب ورکولو څرنګوالی له همدې سره رابطه لري.
یشه سین افغانستان
زنده باد افغانستان
ژوندی دې وي افغانستان