پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Home+کاڼه غوږونه / اکبر کرګر

کاڼه غوږونه / اکبر کرګر

دتلويزيون په هېنداره مې سترگې مښتې پاتې وې ، بيلابيلو انځورونو ته مې کتل . په معمول ډول خو به ما په تلويزيون کي خبرونه ،درامي او فيلمونه ليدل . خو دا مهال څه بل شان انځورونه په کې وو. انځورونه حيرانوونکي بريښيدل  کله چې به مې  دتلويزيون سکرين ته مخ شو فکر به مې کاوه  چې   دا هغه پخوانې سکرين اوننداره نه ده. بله اشا ده. ځکه چې دهيندارې په مخ توري اوسپيني وړۍ بريښيدي. وړۍ هم داسې نه  چې مړې وي اوحرکت په کې نه وې،  خوځېدې ، حرکت يې کاوه . په سکرين کې بل کوم رنگ او ښکلا نه ليدل کيده يوازې وړۍ.

نا څاپي مې تصور ځنگله ته درومي. ځنگل  چې دډيرو گڼو ونو هغه دې. دونو اوبوټو په منځ کې دتيريدو لار نه وي . يوه نيمه الوتونکي له يوه ښاخه والوزي يا ليري ولاړ شي اويا نږدي کوم ځاى کي کښيني ، خو يو ناڅاپه  په ځنگله کې ډاروونکي اوڅيروونکي حيوانات ليده شي  چې ژبي يې را ويستي دي ، دښکار په تمه دې اوهغي خوا گوري ، په ليدو يې ډاريږم .

ځنگل ډېر گڼ اوتورتم دۍ. څيروونکي حيوانات يوې اوبلې خواته گرځي . ځيني يې سږمي کشوي ، ځينو يې خولې وازې نيولي دي. ځيني يې په څاو او انتظار  گوري،  داسې مالوميږي  چې د کوم ښکار په لټه دي ، ښکار لټوي. وږي دي .خو يو کار يې څرگند دۍ  چې په خپلو منځو کې يو پر بل خوله نه لگوي  يو دبل ويني نه څښي خو که نا بلده اودبيل جنس حيوان په مخه ورشي نو بيا پرې اسره هم نه کوي.

زه همداسې ځيير يم او خپلو انديښنو په مخه اخيستي ووم. دتلويزيو له سکرين نه مې مخ واړاوه  د دروازې  په لاس نيوونکي(دستگير)  مې سترگي ولگيدي بيا مې چت ته پام شو په پاس چت کي يو روزان دېوې پنډې    هينداره  په وسېله بند و چې هواترې کوټې ته  نه داخليده، خو د ورځې له خوا يې رڼا ځمکې ته يا دکوټي منځ ته راغورځوله .په دې ورځو کې له دغه هينداريز روزان څخه پورته اسمان  داسمان شين رنگ اودشپې مهال راڼه اوځليدونکي ستوري هم نه بريښي ،بلکې بده يې لا دا  چې  داسمان مخ هم تورتم پوښلى دۍ . يو ناڅاپه په گډو وډو خيالونو  کې ډېر شاته ولاړم.

دماشومتوب دوران را ياد شو . په دريم څلورم ټولگي کې ووم  چې دقران کريم ماليم به په ډير شد ومد سبق را کاوه او بيا به يې  په بله ورځ پوښتنه هم کوله. هماغه ورځ را ياده شوه  ، يوسف ټولگيوال مې دقران کريم په سبق کې بند شو  دتېرې ورځي درس يې ياد نه و ، کليمه طيبه هم نه ورتلله ، اوان خوله يې  نه گرځيدله. نه پوهيږم  لکه  چې دژبي څه ستونزه يې درلوده. د قران کريم ماليم   چې په يوه سترگه شيړا وو،  وچ کلک لکه سيخ به دټولگي په مخ کې دزده کوونکي په څادر ناست و ، ښه پيړه لښته به يې داشرارو دټوپک په څير په خوا کې  ايښې وه . يوسف ته يې په سبق کې له بندښت وروسته  امر وکړ  چې څمله. دټولگيوالو په مخ کې يې څملاوه ، دوه تنو زده کوونکو  چې نسبتا له هغه مشران وو ، پښي يې تير وبير تړلي او  څادر  پيڅکي يي نيولي وو ،  او ټولگي مشر ته يې امروکړ  چې :«وهه يې ۔  اودا يې هم ورته وويل  چې که ته يې ونه وهي ، زه به تاته وهل هم دروښايم ۔ »  دوهلو تمرين داسې وو  که کوم زده کوونکي به په بند شوي زده کوونک ورو او دترحم له مخې وارونه کول نو بيا به ورپسې را پاڅيد  او هغه زده کوونکي به يې داسې وواهه  چې هر څه به يې هېر شول .

ټولگي مشر ديوسف په وهلو پيل وکړ. هغه يې ډير سخت وواهه او دا به يې هم تکراروله .

«وهه  وهه ، ښه يې ووهه دغويي زوي ترې جوړ که !

وهه وهه يې  ، ښه دخره زوي ترې جوړ که ! »

دهغه اوامرو دوام درلود ، خو مخامخ ټولگى  چې  دسترگو په وړاندې يې د يوسف چيغي را پورته وې، فرياد يې کاوه . چوپ او خاموش ناست وو، دځينو رنگونه زيړ زبيښلي وو، لکه  چې وينه يې په بدن کي ورکه شوي وي .

ماليم صيب  چې په يوه سترگه شيړا و، پسې شاه به يي شاگردانو دبقړ ماليم په نامه هم ياداوه .دقارندوکي ماليم په نامه يې هم ياداوه. اوکله خو به همدي کوچنيو شاگردانو دهغه دامرونو جملي هم تکرارولي ، لکه « دغوايي زوي ، لکه دخره زوي » اوداسې نور.

دا شيبه  چې زه د تلويزيون په هينداره مې سترگې گنډلې وې  بقړ ماليم مې ياد ته راغي. په سترگو مې توره تياره راغله .خو کله  چې به مې فکر شو  چې دا خو کلونه کلونه دمخه تېره شوې کيسه ده. دا خو ستا دماشومتوب داستان دي نو اوس ولې ډاريږي ؟ بيا  به مې ځانته پام شو ، ماحول ته به مې پام شو  اودعمر تجربي اوپيښې به مې په ذهن کې وځغليدې  نو ارام به شوم. ډار اوترهه زما  دذ هن په قلمرو کې هم ځغليده .

خو که رښتيا راباندي واياست ۔ هغه ډار اوترهې دومره زما په ذهن حکومت کاوه  چې په عادي حالت کې به هم زه نه پوهېدم بلکې هغه به  زما  دذهن له ژورو  را برسېره کيده.

ما نن هسې دتلويزيون د ببرې  اويا وړينې هيندارې په مخ کې يوه پيښه ليده.  دوېري اوډار ټولې کيسې يې راته قطار کړې. ددې له پاره  چې ذهن ته لږ ارامي  ورکړم يا يې ارام کړم  نو دتلويزيون له هېندارې مې مخ واړاوه . له کړکۍ بهر  چې تر نامالومه ځايه دښار کورونه غځيدلي دي ،امه شمه نه شته. هيڅ اواز اوغږ غوږ نه تر غوږو کيږي،ورته گورم.  پورته د آسمان لمنه دښار په کورونو لکه دکيږدۍ لمنه کښته بريښيده .ستورو په کې سترگکونه نه وهل . بيا مې تلويزيون ته ونه کتل. يوازې دخپل ذهن اوتصور په صحنه کې  مې ځان ليدلو .

«وينم  چې زموږ پخواني ټولگيوال ټول څملول شوي ،په لښتو وهل کيږي.شکنجه ورکول کيږي. له سره پرې کليمه تېريږي . يو يو درول کيږي ،بيا  څملول کيږي  اوپه تکرار ترې دکليمي پوښتنه  کيږي. بيا غورځول کيږي .»

زه له کړکۍ بهر ښار ته گورم دا مهال کورونه په تصور کې نه راځي ، بلکې دښار ټول وگړي وينم  چې په ځمکه پراته دي وهل کيږي. شکنجه ورکول کيږي. چيغې اوکوکاري ېي پورته  اسمانونو ته پورته کيږي. چيغي وهل کيږي. د دې له پاره چې چيغې يې واورېدل شي نو خپله زور وهي .خو  داورېدو غوږونه کاڼه دي.اوازونه تر اسمانه پورته ځي له اوم اسمان هم پورته ځي خو هلته   داوريدو څوک نشته  چې نشته ۔۔.

پاۍ

۱۶جنوري ۲۲

1 COMMENT

  1. al lah dee rahem wokee de mazloom melat pa khaal

    peoples must give hands to gather and make decision for our current situation.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب