یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+علاقدار  اودعوه يې / سليم شاه بقلم خود

علاقدار  اودعوه يې / سليم شاه بقلم خود

علاقه دار صيب  او دعوه يې

علاقه دار صيب  چې له کله په نوې پسته څوکۍ ناست دۍ  دڅوکۍ خوند يې ټول وجود ته لاره کوي په خوله کي يې هم دا خوند مالوميږي . په سترگو خو يې پرده را ځي .پرده هم دخوند هغه پرده ده .  چې سترگې ړندوي . هغه تر مخه فکر نه کاوه  چې دا څوکۍ به دومره خوند ولري . خو دقدرت  داستمناء په حالت کي واقع دي  . دا قدرت نو دهغه حلواگانو لکه دسجي حلوا ، گاجر کا حلوا ،فيريني او ماغوت نه هم زيات خوندور و. خوندونه خو په خوله کې مالوم او احساسيږي خو دا خوند نن د علاقه دار صيب دوجود  له کښتني منزل څخه پورته راځي اوخوريږي .  او احساس يې په ټولو ندامونو کې لکه سيروم لاره کوي .. نو ځکه خوند دبدن په بيلابيلو غړو کې په بيلابيلو شکلونو احساس کيږي .

خو نن  چې دکلي خلک دعلاقدار صيب مخ ته ولاړ دي ښځي خو هدو اجازه نه لري  چې مخ ښکاره کا او څه ووايي . که هغوي مخ ښکاره کړي اوڅه ښکالو يې له خولي ووځي نو علاقه دار صيب سم دواره سترگې پټي کړي  اوپه توبو سر شي . علاقدار صيب په فکر کي ښځه دهغه موجود په توگه نه مجسم کيږي   چې هغه يې تې رودلي وو  اوپه غيږ کي يې په للو للو ويلو ويده شوي وو ، بلکي اوس دعلاقدار صيب په ذهن کې ښځه يعني د بدن يوه محرمه برخه  ، نور څه نه !

راغلي خلک وږي دي ،له لوږي ضعف کيږي . په ځمکه رغړي . بلي خواته څاروي هم ولاړ دي  څه يې شخوند وهي اوځيني يې پښي ټکوي ، لکۍ ښوروي . خو يو نيم څاروي رمباړي هم وهي .

خلک دکار اوډوډۍ پوښتنه کوي . خو علاقدار صيب وايي :

-تاسې يې بايد له دې څارويو زده کړۍ ، دوۍ ته گوره رمباړي وهي ، تاسو هم بغاري ووهئ . زه ستاسو علاقدار يم نه ستاسو دگيډو او کار مسوول . اوهيڅ مسوليت نه لرم . ورشئ او له خدايه يې وغواړئ !

يو را مخ ته کيږي وايي :

صيب نو کومي دروازې ته ودريږو ؟

علاقه دار وايي : خداې دې ستاسو بغاري واوري .

يو کليوال : ولې تاسو يې نه اورئ ؟ پوښتنه کوي ؟

علاقدار : دالرگي وينئ ؟ دا مو پر سر اوملاگانو ماتوم ، که نوري خبري وکړئ . تاسو ډيرې خبرې کوي ؟ شکر باسۍ  چې ژوندي پاتي ياست ؟ موږ حق لرو  چې بنديان مو کړو ،شکنجه مو کړو . په زندانونو کې مو واچوو، اوداسې نور  چې ستاسو وازې خولې پټي شي اووگنډل شي .

يو کليوال : صيب تاسو خدايان ياست ؛ که بندگان ؟

-گوره کنه ! لکه  چې په خبره نه پوهيږۍ ، موږ  چې څه تاسو فکر کوي هغه يو ! موږ د دونيا لوي طاقت امريکه په گوندو کړه ، نو اوس ته ووايه  بندگان دا کار کولي شي ؟

پاۍ

1 COMMENT

  1. د سلیم شاه خان څخه په مننی سره؛
    د هر زړه سواند او صالح انسان او افغان حق او حتی مکلفیت دئ چی دې علاقه دار ته ئې د….. تبه سی البته د علاقه دار ساب پټ آمر هم د ګوتو وړ دئ کوم چی د اګست د میاشتی په لومړیو ورځو کی ئې د علاقه دار ساب د ” تقلبی قهرمانۍ ” د لمانځنی په موخه سُرسُرانکی د قطر څخه د کندهار هوائی ډګر ته را ولېږلې څو علاقه دار او علاقه داران د سُرسُرانکو تر څنګ دا سُرنا هم وږغوی چی ګواکی امریکه ئې ماته کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب