Homeخبرونههیلري کلینټن پر ط د فشارونو د زیاتیدو غوښتنه وکړه

هیلري کلینټن پر ط د فشارونو د زیاتیدو غوښتنه وکړه

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو پخوانۍ وزیره مېرمن هیلري کلینټن، چې په نړیواله کچه د ښځو د حقونو له مطرحو مدافعینو څخه ده، د افغان ښځو خلاف د طالبانو د ورځ تر بلې نابودونکو قيوداتو پر وړاندې غبرګون ښودلی.

نوموړې ويلي، چې هيله منه ده امريکا او متحدين يې پر طالبانو له فشار زیاتولو سره د افغان ښځو د ژغورلو لپاره ډېر ګامونه واخلي.

مېرمن کلينټن په تازه څرګندونو کې د افغان ښځو وضعيت ډېر اندیښمنونکی ګڼلی او ژمنه یې کړې، چې د دوی د حقوقو او تحصيل د زمینه برابرولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکاروي.

د مېرمن کلينټن څرګندونې په داسې مهال دي، چې ټاکل شوې نن د افغانستان د سولې لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړی استازی ټام ویست د امير خان متقي په مشرۍ د طالبانو لوړپوړي پلاوي سره په ناروې کې وویني.

د دې لیدنې او مذاکراتو اصلي اجنډا په افغانستان کې د ټول شموله نظام جوړیدل، د ښځينه او نورو حقونو تامينول، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او ورته نور اساسي موضوعات دي.

طالب پلاوي پرون د افغانستان له یو شمېر څېرو سره وليدل، چې د ښځينه فعالانو استازي هم پکې شامل وو.

ويل کيږي، چې د دې خبرو پر مهال طالب پلاوي د ښځو چارو وزارت د بیرته فعالولو ژمنه کړې، خو په کابل کې د ښځينه فعالانو له نیول کیدو منکر شوی، چې له دې کار سره یې د ښځينه فعالانو اعتراضونه زيات کړي.

3 COMMENTS

  1. و میرمن کلینټن ته باید ور په یاد شي چي د مجاهدینو او طالبانو پروژه د امریکا او د هغې د دوران خپله حمایوي پروژه وه. تازه روباټي جو بايدڼ خوشي چټي اضافي او غیر مسلکي ببولالی وویلې. امریکا، افغانستان او نړۍ کي، واخیست ځان په یوه پیسه او و شرماوه. زموږ منتخب او مشروع دولت يې ړنګ او خپله ډیموکراسي يې و شرموله !

  2. دا جنګی جنایتکاره دی خپلی امریکایی ښځی دجنسی او اقتصادی غلامی نه آزادی کړی. هغه جنایتونه په ثانیو کی تکراریږی هغه دی دښځو نه لیری کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...