Homeخبرونهامر بالمعروف وزارت د ط له لیکو د کم عمره کسانو تصفیه...

امر بالمعروف وزارت د ط له لیکو د کم عمره کسانو تصفیه پیلوي

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏د طالبانو د امر بالمعروف وزارت له دوی غوښتي، چې خپلې لیکې د کم عمره کسانو له ګډون څخه تصفيه کړي.

د طالبانو د دغه وزارت د منکراتو رييس مولوي راز محمد رئیس ازاله دا غوښتنه د طالبانو د دارالامان لېوا له یوه کنډک څخه د لیدنې پر وخت کړې ده.

 نوموړي دا هم ويلي، چې د دوی وزارت به له دې پلوه د طالبانو د ليکو د تصفيې په برخه کې ګامونه واخلي.

د طالبانو په لیکو کې د کم عمره کسانو موجوديت له پخوا څخه د يوې ستونزې په توګه يادېده.

معلومه نه ده، کې دوی په کوم شمېر کم عمره کسان په خپلو لیکو کې شامل کړي.

په جنګي لیکو کې د کم عمره کسانو په ګډون له دې کبله هم په نړیواله کچه نیوکې کیږي، چې ناوړه جنسي استفاده ورڅخه کیږي.

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...