Homeخبرونهامریکايي پلاوی نن په ناروې ط لوري سره د ټول ګډونه نظام...

امریکايي پلاوی نن په ناروې ط لوري سره د ټول ګډونه نظام په اړه غږيږي

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان د‌ سولې لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی ټام ویست به نن دوشنبه له طالب پلاوي سره په ناروې کې د افغانستان د ټول ګډونه سیاسي نظام د جوړولو په اړه خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، د یوه سیاسي نظام جوړېدل چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي، د ټام ویست او طالبانو پلاوي د کتنې د اجنډا په سر کې دي.

 انساني او اقتصادي ناورین ته د پاملرنې او زده کړو او کار ته د ښځو د لاسرسي حق، له ترهګرۍ سره مبارزه او له افغانستانه د امریکا د امنیتي اندېښنې لیرې کول، په اوسلو کې طالب لوري سره د امریکا د ځانګړي استازي د‌ بحث نور مهم موضوعات دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، هیله څرګنده کړې چې دا خبرې یوه سوله ییز وضعیت ته د جګړې فضا په بدلېدو کې مرسته وکړي.

د طالبانو منتقدین بيا د دې ډلې د نه بدلیدو ادعا لري او د ناروې په ګډون په مختلفو اروپايي هېوادونو کې يې، ناروې ته د طالب پلاوي د بللو پر ضد لاریونونه کړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې ویلي، چې د طالب پلاوي بلل، د هغوی د په رسميت پېژندلو په مانا نه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...