Homeخبرونهبلخ کې ۲ ط وژل شوي او وسلې یې وړل شوي

بلخ کې ۲ ط وژل شوي او وسلې یې وړل شوي

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) له بلخ ولايت څخه راپورونه وايي، چې پرون مازيګر د مزار شريف ښار د لسمې ناحيې اړوند په علي چوپان سیمه کې د طالبانو ۲ وسله وال کسان ناڅرګندو کسانو په ډزو وژلي او وسلې یې ورڅخه وړي دي.

د‌ وژل شویو طالبانو د هويت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د وژونکو په اړه زياته شوې، چې له پېښې وروسته په يوه ټيکسي موټر کې تښتیدلي دي.

د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

څو شپې مخکې په مزار شريف کې پر یوه کور د عملياتو پر مهال د طالبانو او مقاومت ډلې د وسله والو تر منځ وسله واله نښته کې هم د دواړو لوريو د مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی و.

طالبانو د تازه او مخکینۍ پېښې دواړو په اړه څه نه دي ويلي.

ويل کيږي، چې طالبان د خپل مطبوعاتي پالیسۍ په اساس ورته پېښې له رسنيو پټې ساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...