Home+ویټامین بي ۱۲ ولې مهم دي؟

ویټامین بي ۱۲ ولې مهم دي؟

په بدن کې د ویټامین بي ۱۲ کمیدل عصبي ناروغۍ حتې لیونتوب پیدا کولای شي.

کوبالامین یا ویټامین بي ۱۲ په اوبو کې یو منحل ویټامین دی چې کمښت یې د ماغزو او اعصابو د اختلالونو سبب کېږي .

دا ویټامین له خولې نیولې تر کولمو په بدن کې جذبیږي او د جذب په هر پړاو کې ستونزه په بدن کې د دې ویټامین د کمښت لامل کېږي.

په طبعي ډول دا ویټامین یوازې په حیواني محصولاتو کې موندل کیږي خو د هغه ترکیبي ډول په بازار کې په پراخه کچه موندل کیږي .

دا ویټامین په ځیګر

سره غوښه

هګیو

د کب غوښه

د کب غوړو

او پنیر کې موندل کېږي.

همداراز دا ویټامین په بدن کې تر یوه کاله زیرمه کیدای هم شي او ډیر مصرف یې هم تاواني نه دی ځکه د بدن تر اړتیا زیات یې یا خو په ځیګر کې زیرمه کیږي او یا هم د بدن د هضمي سیستم له لارې اطراح کیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

لیکوال او ژورنالیست طالب منګل په ترافیکي پېښه کې په حق ورسېد

تاند (جمعه، د تلې/ میزان ۱۷ مه) لیکوال، ژورنالېست او په تېر جمهوري نظام کې د خوست د والي ویاند، طالب منګل په یوه...