Homeخبرونهسرچينه: ملا برادر او ملا یعقوب په پټه روسیې ته تللي

سرچينه: ملا برادر او ملا یعقوب په پټه روسیې ته تللي

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) د افغانستان د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت الله نبیل د خپلو استخباراتي سرچينو په حواله ويلي، چې د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند او د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په یوه پټ سفر روسیې ته تللي.

نبیل دا هم ویلي، چې دا سفر ناروې ته د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په مشرۍ د طالبانو د یوه پلاوي له سفر سره په هم مهاله ډول تر سره شوی.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو په رسمي ډول دغه خبر تاييد يا رد کړی نه دی.

معلومه نه ده، چې که دا سفر ترسره شوی وي، د پټ ساتلو دلیل یې څه دی؟

په دې سفر کې د طالبانو د حقاني شبکې د استازو نشتوالی د پوښتنې وړ ګڼل شوی.

ملا برادر او ملا یعقوب دواړه د ملا برادر په مشرۍ د طالبانو د کوټې شورا لوړ پوړي غړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...