دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهد ولسمشر غني پخوانی وياند صديقي: د ناروې ناستې ته کومه هیله...

د ولسمشر غني پخوانی وياند صديقي: د ناروې ناستې ته کومه هیله نشته

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) د ولسمشر غني پخواني وياند صديق صديقي په ناروې کې د طالبانو د پلاوي سره د یو شمېر بهرنيو ديپلوماتانو او افغانانو پرونیو پيل شویو ناستو ته په اشارې ویلي، چې افغانان له داسې ناستو کومه هیله نه لري.

د صدیقي په وینا، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه د نړیوالو هڅو له ناکامۍ او د طالبانو له لوري د کابل له اشغال وروسته، نړیوالې ټولنې پر طالبانو د نفوذ هر ډول قوت د لاسه ورکړی.

د هغه په وينا، اوس ملګرو ملتونو د مخکيني حکومت د یو محدود شمېر متخصصينو په ملتيا د افغانستان د اقتصادي او بشري ناورين د مدیریت مسوولیت پرغاړه اخیستی، څو د هېواد د پاشتليا مخه ونيسي.

صدیقي زیاتوي، چې طالبانو يوازې د ځانمرګو بريدګرو په وسيله په هېواد کې د خپلو سیاسي مخالفانو ځپلو ته زور ورکړی، چې نړيواله ټولنه یې په مخنيوي کې پاتې راغلې ده.

د ولسمشر غني پخواني وياند د ناروې ناستې په شان غونډو کې د طالب مشرانو ګډون ته فرصت برابرول، دوی ته امتیاز ورکول ګڼلي او مخالفت یې ورسره کړی.

د يادونې وړ ده، چې د ناروې په ګډون مختلفو اروپايي هېوادونو کې اروپا ته د طالب پلاوي د پروني سفر پر ضد لاریونونه شوي.

2 COMMENTS

  1. دفراریانو په اند هغه ناسته چې بیغیرته فراریان او مفسد خلک پکې نه وی هغه بې ګټې ده

  2. هغه غله فاسدین خپل جنایت ته ادامه ور کوي په اولس یې زړه نه سوځي اوس هم خپله چټلي کوي !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب