دوشنبه, سپتمبر 30, 2024
Homeخبرونهداعش د هرات د اوړمې ورځې چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیست

داعش د هرات د اوړمې ورځې چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیست

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏‏داعش ډلې له ایران سره د لویدیځ ولایت هرات د اوړمې ورځې د خونړۍ چاودنې مسوولیت پرغاړه واخیست.

ياده چاودنه اوړمه ورځ ماښام د هرات ښار په حاجي عباس شیعه مېشتې سیمه کې پر یوه مساپر وړونکي موټر وشوه، چې شاوخوا ۲۰ تنو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

ويل کېږي، چې د پېښې متضررین ټول عام خلک دي.

دا په وروستيو کې له کافي څنډ څخه وروسته د داعش ډلې يو خونړی برید دی، چې له ایران سره په ګاونډ کې ترسره کیږي.

داعش ډله په خاص ډول شیعه ګان او ايران خپلو اصلي دښمنانو څخه ګڼي، خو د دې ډلې بریدونه په عام ډول د افغانانو له مخالفت سره مخ شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب