جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهمجاهد: د مخالفانو پر وړاندې د چلند په اړه ژما خبرې ناسم...

مجاهد: د مخالفانو پر وړاندې د چلند په اړه ژما خبرې ناسم تعبير شوي

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏ د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې له فرانس پريس خبري اژانس سره د دوی د مخالفانو او معترضانو په اړه د نوموړي خبرې د ځینو مغرضو کړیو لخوا ناسمې تعبیر او ترجمه شوې دي.

ښاغلي مجاهد ويلي: متأسفانه ځینې په اصطلاح رسنۍ د خاصې عقدې له مخې سمه خبره ناسمه تعبیروي، پروپاګند کوي او خلکو ته تشویش اچوي.

طالب وياند نه دي ويلي، چې له يادو خبرو څخه د هغه اصلي منظور څه و؟

پرون د نوموړي په حواله خبر ورکړل شو، چې د خپلو مخالفانو او معترضانو ځپل او بندیانول یې د طالبانو « حق» وباله.

دا په داسې حال کې ده، چې يوازې د موندل شویو ارقامو په اساس تېره اونۍ طالبانو ۵ معترضې ښځې له کورونو ويستي او نادرکه کړي دي.

تېره اونۍ په کابل کې د پاکستان ضد لاریون تنظيمونکی عظيم عظيمي هم طالبانو نیولی او بندي کړی، چې لا يې برخليک نه دی معلوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...