شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهسرچينې: ط د‌ پنجشېر مقاومتیانو سره دا ځل روسيه کې مذاکرات کوي

سرچينې: ط د‌ پنجشېر مقاومتیانو سره دا ځل روسيه کې مذاکرات کوي

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏‏خبري سرچينو ويلي، چې د طالبانو د لوړ پوړو مشرانو او پنجشير مقاومت ډلې تر منځ ممکن د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د سیاسي واک د وېشلو په اړه پټ مذاکرات ترسره شي.

د طالبانو د حکومت یو شمېر سرچينو الجزيرې تلویزون ته منلې ده، چې د دوی د رئیس الوزراء مرستیال ملا عبدالغني برادر، دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د بهرنیو چارو او دفاع وزارت مرستیالانو: شیرمحمد عباس ستانکزي او ملا فاضل سره په يوه ګډ پلاوي کې روسیې ته تللي.

بل لور ته ځينو رسنيو ويلي، چې د بې واکه شوي ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح هم روسیې ته رسيدلی او د پنجشېر مقاومت ډلې مشر احمد مسعود او د جميعت ګوند مشر صلاح الدين رباني هم روسیې ته په لاره دي.

رسنيو په مسکو کې د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې تر منځ د واک د وېشلو او روغې جوړې په اړه د پټو مذاکراتو وړاندوينه کړې.

د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې تر څنګ د روسیې حکومت هم د دغو راپورونو په اړه څه نه دي ويلي.

مخکې په تهران کې هم د طالبانو او پنجشير مقاومت ډلې تر منځ ورته مذاکراتي ناسته شوې وه، چې بې پايلې تمامه شوه.

د پنجشېر مقاومت ډلې سرچينو د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیر خان متقي په حواله ويلي وو، چې د دوی حقاني شبکه له افغان سياسي ډلو سره د سولې هڅې تخريبوي.

طالبانو بيا په رسمي ډول د دوی تر منځ د نظر اختلاف رد کړی.

د يادونې وړ ده، چې مسکو ته د طالبانو په تللي پلاوي کې د حقاني شبکې استازي نه تر سترګو کيږي.

2 COMMENTS

  1. لنډغرو سره خبری اتری جایز ندی هغوی چی یو وخت د مشر غنی عکس د توپک په مرمی باندی ویښته، ټول غله او چپاولګره کسان دی باید هغوی سره حساب او کتاب وشی. خو اوس ګورو چی طالبان هم د قدرت وږی دی په قدرت د ساتلو لپاره هر خاک او خاشاک ته لاس اچوی.

  2. ولې رنګ ورکوۍ کوم مقاومت ؟؟ دهغه پلار پکول نه وه ګټلې نو د لندن د دیسکو دیسکویې زوی به څرنګه وګټي دا فاسدین خو ټول په فساد ککړ دي‌!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب