پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهد ناروې ناستې ته د کرزي غبرګون، د‌ ملي ارادې د تمثیل...

د ناروې ناستې ته د کرزي غبرګون، د‌ ملي ارادې د تمثیل لپاره بین الافغاني تفاهم مثبت ګام دی

تاند:( دوشنبه، د دلوې څلورمه) ‏‏‏د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو د لوړ‌‌پوړي پلاوي او يو شمېر افغانانو د پرونیو مذاکراتو هرکلی کړی او ویلي: دغه ناسته له اوسنيو ستونزو څخه د وتو لپاره يو مثبت ګام دی.

د کرزي په خبره، دا ډول ناستې د بين الافغاني تفاهم او بین الافغاني تفاهم د ملي ارادې د تمثیل لپاره زمينه مساعدولای شي.

حامد کرزي ټينګار کړی، چې بین الافغاني تفاهم د هېواد د سولې او ثبات د ټینګښت یوازینۍ لاره ګڼي.

کرزي له ناروې هېواد څخه مننه کړې، چې د پرونۍ ناستې کوربه توب او زمینه يې برابره کړې ده.

د ناروې په پرونۍ ناسته کې د حامد کرزي د دفتر رييس عبدالکریم خرم هم ګډون درلود او داسې ښکاري، چې کرزی هم د ناستې له تنظیمونکو څخه و.

په دې ناسته کې د طالب پلوو څېرو پراخ ګډون ته په اشارې سره يو شمېر منتقدینو ویلي، چې په ناروې کې « طالبانو» له « طالبانو» سره لیدلي او د بين الافغاني مذاکراتو نوم يې ورکړی.

1 COMMENT

  1. ته کرزی غیر له ملی خیانت نه، ملي غلا نه، د هیواد بې ثباتو د لوی عامل باني او د جنګسالارانو لخوا دملت د شتمیو په وېش کي مفسده څهره پېژندل کېږې، نور څه کمال لرې، چي یو ځل بیا خپل ځان په هره کاسه کي اچوې! ته کرزی خو نه علمی شخصیت یې، نه سیاسي درایت لرې او نه هم ملي کوم مثبت شهرت. درانی به يې، ولي په هغه وجهه هم ستا کرزي و دونه ملي بې عزتیو ته ملت ځای نه درکوي، که څه هم د امریکې د کوچني جورج بوش، ډیک چیني او رامسقیلډ د جنګي او بشري ضد جنایت کارانو په ډله کي يې! خو ستا کرزی سره غیر له کابل بانک د چور او نورو ملي غلو سره د ملي ګټو ضد خواخوږي باقي ملت دي لوی خائن او د ملي ثبات ضد جنایت کار او ملي خائن ګڼي…

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب