چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهکرزی: د نجونو زده کړې د افغانستان حیاتي موضوع ده

کرزی: د نجونو زده کړې د افغانستان حیاتي موضوع ده

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه)  د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي له مرستیالې رافعلا لودیسي سره په دغه هېواد کې د نجونو د تعلیم په اړه وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

نوموړي په خپل ټويټر کې زياته کړې، چې له دغه اروپايي ديپلوماتې څخه يې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زده کړو په برخه کې هر اړخيزه مرسته وکړي.

په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی او حامد کرزي په تېرو دوو کلونو کې له بهرنیو استازو سره په خپلو ډېرو غونډو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو ټینګار کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز ښوونځیو ته د نجونو پر ستنیدو ټینګار وکړ او ویې ویل، د دغه جنګ ځپلي هېواد د پرمختګ او د نړۍ پر نورو هېوادونو د خپل انحصار د کمولو لپاره د پوهنې مسله اړینه ده.

نوموړي تر دې مخکې له العربیه سره په خبرو کې ویلي وو چې د دې ټول هدف په افغانستان کې دا احساس رامنځته کول دي چې دا هېواد د ټولو خلکو ملکیت دی او افغان حکومت د خپلو ټولو خلکو استازیتوب کوي او د خلکو د هیلو د پوره کولو لپاره په یوه لوري حرکت کوي.

1 COMMENT

  1. ددی خراباتو مسؤلیت د کرزی په اوږو پروت دی چی اوس قدیانی پنجابی تربیه شوی غلامان د ښځو حقوق تر پښو لاندی کوی او ملت ئی ګدائی ته مجبور کړۍ دی !!!!!
    حتی اوس د ددی غلامانو کمونیستی غلام عبدالاحد حیدری د سدنی د څو ډالرو لپاره د امریکا او انګلیس له خوا ددی رالیږل شوو غلامانو لپاره نه یوازی په درواغګویو تبلیغاتو شروع کړی دی او وائی چی رمضان بشروست د امریکا او ناتو له خوا د پاریس څخه راوستل شوۍ او د پلان وزارت وزیر ئی کړی اما دی څو ډالرو غلامانو غلام په اصلی واقعیت باندی لکه د پنجابیو غلامانو په شان د واقعیت پر ځای ئی په چرندیاتو شروع کړی دی او وائی چی رمضان بشر دوست دده غلامو بادارانو له خوا ځکه بندی شوۍ دی چی د امریکا او ناتو له خوا راوستل شوۍ دی او د پلان وزیر ئی کړۍ وو اما دا د څو ډالرو غلام د پنجابیو غلامانو چوچه د ملی شخصیت رمضان بشردوست شهامت او غیرت چی دا شخص څوک وو او ولی ئی د پلان وزارت څخه اعتراضی استعفی وکړه ؟ ملی شخصیت رمضان بشر دوست کرزی غلام ته وویل چی د امریکا غلامی څخه لاس واخله او د افغان خصلت خپل کړه اما کرزۍ همداسی غلام پاتی شو چی باالاخیره د پلان وزارت څخه ئی استعفی وکړه اود غلامو چوچه د غلامو پنجابیو راوستل کابل ته د امریکا له خوا په بی شرمانه شکل سره غواړی چی په داسی درواغو پټ کړی اما د غلامو چوچه دا امکان نلری !!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب