جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیه کې ۳۸ تنو افغان کډوال نیول شوي

ترکیه کې ۳۸ تنو افغان کډوال نیول شوي

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه)   د ترکیې پولیسو د «ایواجیک» سواحلو په څنډه کې د ۳۸   افغانانو د نیولو خبر ورکړی.

ترکي رسنیو ویلي، چې دغه پناه غوښتونکي د ساحلي امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې نیول شوي او بیا د ساحلي ګارد د مرکز “کوکوکویو” قوماندانۍ ته سپارل شوي، څو د بهرنیو اتباعو د ستنېدو لپاره مرکز ته ولېږدول شي.

د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان لخوا، د کډوالۍ د نوې تګلارې تر اعلان وروسته له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د نیولو او اخراج لړۍ زیاته شوې ده.

د ترکیې پولیسو د روانې اوونۍ په لومړیو کې د افغانستان په «اماسیا» ښار کې ۱۲ تنه افغان کډوال ونیول او د جولای په ۲۵مه د ترکیې له «کجالي» ښار څخه تر ۱۳۸ زیات افغان کډوال ونیول او بېرته افغانستان ته ستانه شول.

احصایې ښيي، چې د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې درې زره افغان کډوال په ترکیه کې نیول شوي او په زوره ایستل شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په ترکیه کې څه باندې ۳۰۰ زره افغان کډوال ژوند کوي.

ترکیه اروپا ته د افغان کډوالو د تګ یوه له مهمو لارو څخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب