جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنن او سبا بیا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او...

نن او سبا بیا په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو اټکل شوی

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه) د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا، بیا د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد شوي وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نورستان، کونړ، لغمان، کاپیسا، پروان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزني، پکتیکا، میدان وردګ، بامیان، غور، زابل او دایکنډي ولایتونو کې د نسبتا سختو اورښتونو، تالندې برېښنا او سېلابونو راوتلو اټکل شوی دی.

دغې ادارې ویلي:« د یادو ولایتونو له اوسېدونکو هیله کېږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سېلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.»

په افغانستان کې د تېرو درې ورځو د سېلابونو له امله د نږدې ۴۰ تنو د مړینې او ۷۰ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړل شوی.

افغانستان، د نړۍ له درېیو تر ټولو زیاتو هغو زیان منونکو هېوادونو څخه اعلان شوی، چې اقلیمي بدلونونه یې زیات اغېزمنوي.

له دې سره، افغانستان له بشري او اقتصادي ناورین سره لاس و ګرېوان دی او نه شي کولای، د دغو زیانونو مقابله وکړي.

د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر څه موده مخکې له نړیوالو غوښتی وو، چې له سیاسي مسایلو ور اخوا ورسره د اقلیمي زیانونو د مقابلې په برخه کې مرسته وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب