جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو چارواکي: تر ۵۰۰ معدني ساحې مو سروې کړې

د طالبانو چارواکي: تر ۵۰۰ معدني ساحې مو سروې کړې

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه)  د طالبانو د رژیم چارواکي وایي، چې خلکو ته د کار موندنې او اقتصادي وضعیت ښه کیدو لپاره یې د معدني سیمو سروې زیاته کړې او هڅه کوي په دې برخه کې عملي کارونه پيل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت لپاره د طالبانو د رژیم ویاند همایون افغان وویل: په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د نویو کانونو د پېژنې په موخه، د دغه وزارت د سروې ټیمونو، په ۲۵ ولایتونو کې د بېلابېلو منرالونو ۴۹۳ کاني ظواهر او معدني ساحې کشف او سروې کړې دي چې په فعالېدو سره به یې زرګونو کسانو ته کاري فرصوتونه برابر شي.

هغه زیاته کړه چې دغه وزارت په همدې موده کې په کابل، غزني، بغلان، ننګرهار، پروان، کونړ، بادغیس، خوست، لوګر، میدان وردګو، فاریاب، کندهار، پکتیا، هرات، روزګان او هلمند کې، ۱۰۸ کوچني کانونه چې مرمر، رخام، ګچ، تراورتین، فلورایت، مالګه، سرب، جست، کلسیت، نفرایټ او کرومایټ په کې شامل دي؛ د آزادې داوطلبۍ له لارې داخلي پانګه والو ته ورکړي چې له دې درکه څه د پاسه اووه زره کسانو ته په مستقیم او زرګونو نورو کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د افغان په وینا، اوسمهال د کانونو او پټرولیم وزارت، د هېواد په کچه د کوچني مقیاس کانونو ۲۰۰ فعال قراردادونه لري.

هغه دغه راز، د کندهار د شور اندام ساحې د سمنټو پروژه، د هرات د نایک ساحې د ډبرو سکرو پروژه، د کونړ – ننګرهار د مرمرو پروژه، د پروان د تراورتین پروژه او د هرات د مس شیدا پروژه، د لوی مقیاس کانونو هغه قراردادونه یاد کړل چې په تطبیق سره به یې نږدې ۱۱ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې له نهو ارګانونو څخه، د کانونو د ساتنې او څارنې یوه کمېټه جوړه شوې ده چې د کانونو ساتنه او څارنه وکړي او د غیر قانوني کیندونو او قاچاق مخه ونیسي.

د طالبانو منتقدان بیا په کاني برخه کې د دوی لاسوهنې د هېواد په تاوان بولي او وایي، دې ته په کتو سره چې طالبانو ټول حکومت د ملایانو لاس ته سپارلی او مسلکي کسان یې ورڅخه وېستي، ستونزمنه ده چې دوی د کانونو په برخه کې مسوول او مسلکي چلند وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب