جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهترکیې ۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال په زوره وېستي

ترکیې ۶ میاشتو کې ۱۵ زره افغان کډوال په زوره وېستي

تاند: ( دوشنبه، د زمري دویمه) په ترکیه کې د افغان کډوالو یوې ملاتړې ټولنې ویلي، چې دغه هېواد له تېرو ۶ میاشتو راهیسې شاوخوا ۱۵ زره افغان کډوال په زوره وېستي دي.

دغې ټولنې ویلي، چې په ترکیه کې ۳ سوه زره افغانان رسماً ثبت شوي چې اکثره د لنډې مودې لپاره دغه هیواد ته تللي دي خو د هغوی په منځ کې ۴۸ زره د اوږدې مودې د اقامت اسناد لري.

 دا په داسې حال کې ده، چې نن هم د ترکیې پولیسو د ۳۸ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی.

د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته، لسګونه زره افغانان، چې یوه لویه برخه یې د پرزول شوي نظام چارواکي او منسوبین وو، ترکیې ته تللي دي.

په وروستیو کې له پاکستان، ایران، تاجیکستان، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو څخه افغان کډوالو سره د بد چلند راپورونه زیات شوي دي.

له دې سره،له افغانستانه د کډوالۍ څپې د شدت راپورونه هم ورکول کیږي، چې اصلي علت یې د فقر او اقتصادي ناورین زیاتوالی او د طالبانو افراطي قیودات بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب