جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+ټویټر خپله نخښه بدله کړه

ټویټر خپله نخښه بدله کړه

تاند- ټویټر خپله لوګو بدله کړه او نور د دې ټولنیزې شبکې د مرغۍ پر ځای یوه چلیپا یا د انګلیسي ایکس توری لیدل کېږي.

په نوې لوګو کې، چې تور رنګ لري، د چلیپا نښه یا ایکس توری په سپین رنګ ښکاري.

د ټویټر عملیاتي ريیسې لیندا یاکارینو د نوې لوګو د ښکارولو په اړه پرون (دوشنبه) په یوه ټویټ کې ولیکل، «ایکس دلته دی راشئ ورڅخه کار اخیستل پیل کړئ.»

تر دې وړاندې د ټویټر خاوند ایلن مسک ویلي و چې د ټویټر لوګو، چې یو مرغه دی، لېرې کوي.

ښاغلي مسک تېر کال ټویټر له یوې جنجالي معاملې وروسته په ۴۴ میلیارد ډالره واخیست.

ایلن مسک د یکشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې کښلي و:«ژر به د ټویټر نوې نخښه ووینئ او له مرغانو سره به خدای پاماني وکړو.»

ده د ټویټر په سپېس کې هم د وینا په مهال ویلي و چې دا بدلون یې باید ډېر پخوا راوستی وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب