جمعه, اپریل 26, 2024
Homeکلتوریونلیکد المغرب (مراکش) يونليک/ پوهاند م. ا. زيار

د المغرب (مراکش) يونليک/ پوهاند م. ا. زيار

اکسفورډ-۲۹-۲-۱۶

اطلس هېواد او سمندر(المغرب او اتلانتيک)

المغرب (موراکو)، يا په  غلط مشهور نامه (مراکش) يو شمال- لويديز افريقايي ټولواکی اسلامي هېواد دی.سوېل او سوېل ختيځ ته يې لويه سارا اواړوندمديترانيهېوادونه (الجزاير، موريتانيا، تونس، ليبيا…) ټيکاو لري او  په منځ منځ کې يېاطلس غرونه، چې يوه ريښکه يې د مديترانې له کڅ (ساحل) سره مخ پر سوېل ختيځ ورغځېدلې ده.  په دې توگه لهلويه سرهيو غرنی هېواد دی. اطلس (اتلانتيک) سمندر او د مديترانې سمندرگیيېله اروپا څخه رابېلوي. ٌالمغربٌ ورتهله دې لامَله وايي چې عربي لښکرو تر ختيزو او سوېل ختيزو اوېجو(مصر، سوماليا، ليبيا، تونس او الجزاير) روسته  د لوېديزترين افريقايي اسلامي هېواد په توگهله۵۰۰زروکېلومتر مربع اوېجې سرهپر۶۸۳ز. کال راخپل کړی دی.ويل کېږي چې نوميالي  اسلامي سوبمن بولندوی ٌطارقبن زيادٌ  هم د۷۱۱ ز. کال د اپرېل پر۲۹ مه د خپل نوي اسلامي هېواد له روستۍلوېديزې پيڅکي څخه د سمندر او سمندرگي له څه ناڅه لنډ بېلندويه گودره په گټه اخېستنه جبل الطارق(جبلتار) ته  له دولس زرو جنگياليو او ماڼو گانو سره ټولې جنگيبېړۍ پورېستې او په دې توگه يې د اسپانيا ترگرېنادا(قرناطه) او ان د گول ( فرانسې) تر سمندرغاړو پورې پر مخ ولاړ،خو په اروپاکې د لومړي ستر اسلامي تلپاتې سياسي- فر هنگي منځۍٌ الحمرأ ٌد ودانونې په موخه اسپانيا ته را پرشا شو!

دالمغرب عربتر۱۱-۱۳ زېږدي پېړيو پورې د بربرو شاهي کورنۍ لاسکتوي پاتې شوي او راروسته يې د فرانسي تر ښکېلاک ( ۱۹۱۲ز. پورېخپل شاهان درلودلي چې روستۍ لړۍ يې د ٌمحمدٌ کورنۍ په نامه يادېده، او له ازادۍ (۱۹۵۶) راهيسې پرې ٌ حسن ٌ  نومي شاهي کورنۍ واک چلوي.

يې د برلاسو عربو او بومي  ٌبربروٌ  استوگنوشمېره تر پېنځويشتوميليونو وراوړي.سراسري ملي- رسمي ژبه يې عربي ده او  له بهرنيو ژبو څخه يې د فرانسي، انگيسي او الماني ژبو زدکړه زياته  توريستي انگېزه لري. تر ډېرو پرمختيايي هېوادونو يې د پرمختگ لاره ښه ترا پرمخ اخېستې او د شتمنو او نېستمنو تر منځ واټن يې  څه ناڅه مخ پرکمېدو دی.د ټولواک ٌ دويم حسن ٌ گرانښت و منښت د نورو عربي ټولواکانو او هېواد مشرانو په پرتلهزيات برېښي.د مثبت او فعال ناپېيلي او ناتړلي بهرني  سياست له بروبرکته ورته د نړيخورو پانگواکو (سرمايه سالارانو) دا پلمه نه جوړېږي چې ترهگر ورته راصادر کاندې، يايې د ننه ور ورغوي او يا هم ٌ عرب پسرلی ٌ ورته د پزې پېزوان کړي، تېل خو هډو لري نه؛ ان پر عربي نړۍلهرا تپلي صهيونېستي بلوسگر دولت سره د ناببرۍ (تصادف) له مخېد بيرغ له نښان پرته نوره څهښه او بده  نه لرې. په دې توگه ،نه يوازې د اسلامي نړۍ، بلکې پر جهاني کچ له هغو کمپېښو هېوادو څخه گڼل کېدای شي چې  له بنسټپالۍ او ترهگرۍ څخه بچ پاتې دی. کال وسر ورته  گرځندويان او سيلانيان رامات دي، په تېره اروپايان، چې ښايسته ډېر بوډاگانيې درست ۴-۵مياشتې ژمی په لوکسو بندري هوټلونو کې تېروي د  وړو وړو صادراتو تر څنگ يېکاني پيداوار (فاسفېت) تر هرڅه غوره اقتصادي بېخبنا جوړوي او  پر دې سربېره  يې د خليج اماراتو په څېر بانکي، تورېستي … خدمتونه هم يوه په زړه پورې پشتوانه بلل کېدای شي…

۱۵فېبروري۱۶-له لندنه تر اگاديره :

برابري ورته وايي، يا ناببري ، ورځ  دوې  مخکې راته پښتيانا زنگ راوواهه چېد المغرب په  اته ورځني هوساييز يانه ( تفريحي سفر) کې ورسره۶ کلنه اوېستا د پا سپورتي ربړې له کبله تلای نه شي اوپرځای يې د پېنځلس کلنې اسرې تر څنگ زه ملگرتيا وکړم. اکسفورډ ته راپسې راغله او  پر همدغه پاسنۍ نېټه، گهيځ۸ ورسرهد لندن له ٌ گېتويکٌ الوتغالي (هوايي ډگره)لومړی ځل مخ پر افريقا والوتم.

درې گړۍ روسته د تاوده لمرين المغرب اگادير (أکادير) په ښکلي ډگر کې له نورو ۵۰- ۶۰ هميونو سره يوځای کښته شو. تر لنډ گنډ امنيتي ډال و ډېله له وتو سره مو د پاچا همنومي مېلمه پالٌ حسنٌپه ورينه ټنډه او موسکو شونډو هرکلی وکړ او په اېرکنډېشن سمبال بس ته يې ور وخېژولو. د اتلانتيک همغاړي اگادير ښار تر اړوندو هوټلونو پورې يې د ۱۲کېلومتره واټن په اوږدو کې په روانه انگرېزۍ پر ښايسته ډېرو اړينتياوو او اسانتياوو زموږ د ټولو سرونه خلاص کړل. له رسېدو سره يې پر درو بېلابېلو مېلمستونونوووېشللو او  روستیٌ کېنز اروپاٌنومي ته يې  زموږ ډله وسپارله.

دغه  هوټل درې برخې رانغاړي: په سر سر کې يوه ستره گومبزه له هرکلي دوتر، خورا کخونې او درو څلورو ناستخونو او ناستوځو او په منځ منځ کې د نڅا،  ټنگ ټکور او راز راز نندارو لپا ره يو ژورغالی ټيکاو لري. له دغې گومبزې څخه دوه غبرگواته پوړه بلاکونو ته ډېوډۍ ورغځېدلې دي. د دواړو بلاکونو تر منځ ارت و بيرت لوړ او ځوړ  وربوی (احاطه)  په شنو کبلو، سرو ژيړو، گلونو،گلبوټو، خورماوو او ښونو پوښلې او پسوللې ده. په يوه گوټ کې يېد تېنس لوبغالی، يوه کوشنۍ ورزشي خونه(ميني کلب)، او هوارغالی دوه درې لمباځي له بهاندو ښوينديو او اوږدړيو ارامڅوکيو سره رانغاړي.په دې راز لويان او کوشنيان گرده ورځ بوخت ساتي، ان تر دې چې ډېری مېلمانه، په تېره لمبونکي د اوبو په هره لارغه (وقفه کې)له نا الکولي څښاکونو اولمرينو لمباوواو پينکي خوبونو سره د ښارچکراو  لاس پر لستوڼي سمندرغاړې ته دومره زړه نهښه کوي، که څه هم هغلته  يې همد خپلو مېلمنو لپاره څپري، ارامڅوکۍاو نورې اسانتياوې ځا نگړې کړې دي.

۱۶فېبروري۱۶– د ښار و بازار (سوق) چکر:

 برايي ارام و هوساخوب او د مړې خېټې گهيځنۍ (سباناري)  په موږ درېواړو کورنيو غړيو کې دا متره اوهڅه را پيدا کړهچې د لمر تر راتودېدا وړاندې  پر يوه اوږده پلي چکر ووځو. له تر لاسه کړې ښارنقشې سره له مېلمستونه راووتو، د پاچا له سمندرغاړې باغ و بڼه  په ننداره ننداره، راوڅرخېدو او مخپورته اوږد غځېدلی سړک مو پسې واخېست.په يوه گړۍ کې د مېوو، سبو او نورو خوراکتو، او پتليزور سره  د کورجوړو ښايسته  مزري ټوکريو او کتوليو او نورو لاسرغوليو او سکويلو ښځينه او نرينه کاليو، لاسي کارونو او يادگاري څيزونو  يوه ارت و بيرت  مخپټي منډه يي ٌ(سوق) ته ورسېدو. دغه سوق د نورو په توپير له بې شمېره لويو وړو لارو کوڅو او سلگونو هټيو سره کومه کلا  او دروازه نه لري. د شورماشور تر څنگهپکې گڼه گوڼه له دې لامله  له زغمه وځي چې د خوراکتوکو هر پېرونکی منډه يي ته له راننوتو سره يو غټ وسپنيز لاسگاډی راځغلوي.د نورو ډېرو ختيځوالو په څېر يې پلور وپېر هر چېرې له اوږدو چنو سره تر سره کېږي، خو له برنيو ارزونو (اسعارو)  سره يې د درهمو په راکړه ورکړه  کېدومره چنې وهنو او گوتې ماتونو ته اړتيا نه پېښېږي، نو موږ همهر چېرې له هر لوی واړه پلورونکي  سره يو پونډ د هوايي ډگر له نرخ سره سم په هماغه څه له پاسه  ديارلسو درهمو بدلاوه. همداسې يې د ټکسيو او بسونو کرايې هم درواخله، په دې توگه د نورو سيلانيانو غوندې موږ ته هم د ښار دننه د لنډ و اوږده واټن لپاره په شل- دېرشو درهمو ټکسي واره يېبرېښېده. په هغه هېواد کې راته د وزگارتيا کچه له دې ولگېده چې که له هر لاروي به مو ديوه بازار، پلورنځي پته وپوښتله،خوښامندانه (رضاکارانه) به  راسره بدرگه شو اود څو ييکيو کمېشن په اسره به يې د خپلې خوښې  پرهټيوال وسپارلو!

تر هرڅه په زړه پورې يې داچې ځای پرځای ځينو پوخمنگو مېرمنو د هټيو مخې تهپلتۍ وهلې وې او په ساده لاسي لوښو اوزارو يې تازه پر تازه د خپل هېواد له گرانبيو مغزبابو ځوښاوې اېستلې او په پاکو سرپټو لوښيو کې يې پرمينه والو پلورلې. هسې خو دغه هېواد د آرې اسلامي ازاد دينۍ (سېکولرېزم) د چوکاټ دننه، نه يوازې پر ښځمنو باندې پرده او حجاب نه تپل کېږي، بلکې پرې هماغومره بنديز لگېدلی، لکه په فرانسه کې!

۱۷فېبروري۱۶- د اتلانتيک ړومبۍ ننداره:

تر غرمنۍ روسته لمباځيوته ووتو او په لمبا او ښوينديو مو تر لمرپرېواته پورې پر اوږدړيو څوکيو ارام  او د چايو او خوږو مازيگرنۍ دېته وهڅولو چې سمندرغاړې ته ورکښته شو. لور و نمسۍ مې په هر ډول، خو زمايې له ليدو سره ناڅاپه غونی رازيږ کړ او په نامه  يې د نومولي ٌ پوځي تړونٌ  هغه  ټولې انساني ضد ناخوالې او بخولې سترگو ته نېغې را ودرولې چې له  هماغې افريقايي اسلامي هېوادو، له الجزاير، تونس، ليبيا، سوماليا، نايجريا، مصر… تر اسيايي يمن، سوريې، عراق او افغانستانه را پنځولې دي. نور مې ليدل، چې څوک پکېهسې لوڅې پښې ورگډېږي او څوک پکې لمبا او سکي هم کوي، خو زه يې پر وچه غاړه چپرځای ( پښه پرځای) ودرېدم، تر څو يې څپه ننواتې راغله او لوڅې پښې يې راښکل کړې. که نه، هسې خو يې تر لبنانه را غځېدلي بچي (مديترانې سيندگي) ته ۴۵کاله پخوا داروپاد لومړي (زدکړيز)يانه پر مهالپه  ټوله مينه او لېوالتيا ورگډ شوی وم او پښې مې پکې مينځلې وې؛ په ډېره خواشينۍ چې هغه پرمختللي ارام و هوسا او سوله ييز  لبنان له  ښکلې پلاز مېنې سره پر هغه اکر بکر پاتې نه دی، د منځني ختيځتر نورو هېوادو څخه ترې لا کلونه وړاندې کورنيو شخړو او صيهيونېستي بلوسنود ٌختيځ-لوېديځ پلهٌ  دريځ لوټلی،او نن سبا هم له شاوخوا بلو لمبوڅخه  ځان بچولای نه شي!

۱۸فېبروري۱۶– د مراکش په زړه پورې، خو ستونزمنه ليدنه کتنه:

پښتيانا ۷ کاله پخوا له اته کلنې اسرې سره  داگادير شاوخوا لرې نژدې مېله ځايونه د اوښ په سپرلۍ ليدلي کتلي ول، خو داځل ما او اسرېد يوڅه لري مراکش د ليدو تکل وکړ. په گهيځنۍ مو ځانونه ښه ډيډه کړل، ۱۲ بجېټکسي تر بس اډې ورسولو، خو سم له سمونې خوځېدونکی گاډي څخه په دې پاتې شو چې وارله مخه مو ټکټ نه وو ريزرف کړی، نو يوه گړۍ مو  په  شاوخوا چکر گوډه کړه. ټيک دوې بجې بس ته وختو او د خپلې موخې پر لوري وخوځېدو. د اگادير له پيڅکو  نه له وتو سره د اطلس پر وچو کانکرو دښتو او لمنو سرشوچې له کيکر يا کرکڼو ورته خړو بوټو پرته پکې د کوم شنيلي څرک نه لگېده. شل- دېرش پېله (دقيقې) به تېرې وې چې  پر پېچومو ور وختو. بس د دوه پټه ښايسته  ښکلې لويې لارې گرځني او کږلېچونه مو، لکه يرغه آس پرلپسې ترشا پرېښوول او  مټې يوه گړۍ روسته بيرته  له لوړو نه مخ پرځوړو شو. له ورايه مو لږ و ډېره ابادي له يونيم پټي او سپېرې خاورينې کوډلې جونگړې سره  تر سترگو شوه. په دغه ترڅ  کې د وچو غرنيو تړو تر منځ  مو يو ډنډ هم سهي کړو چې د کمپېښو بارانونو اوبه يې رازېرمه کړې وې او د لنډ تنگ  چاپېريال ستوني  ورسره يو څه لوند برېښېده. هرچېرې چې کوم څا څکی اوبه پيدا شوې، يوه سپېرچنه جونگړه او پوله پټی ورسره غاړه غړۍ شوي، کټ مټ، لکه د نورو ډېروافريقايي او اسيايي سيمو په څېر د دغه هېواد د کمې غوړېدا او روستوالي لامل تر هرڅه له مخه د اوبو سوکړه ده.د اروپا وسمهالېاسمانڅکې صنعتي او تخنيکي غوړېدااو پرمختيا له آره او بنسټه د پرېمانه اوبو او ورسره دکرنيزې سمسورتيا يېبره او زېږنده ده. موږ ختيځوالو خپل پخواني توکيز او مانيز تمدنونه له عربي ټاپووزمې نيولې، تر هند نيمې وچې د همدغو اقليمي بدلنونو، سوکړو او وچکاليو له  کبله له لاسه ورکړي دي، او راپاتې  نښې نښانې يې هم همدغو اروپايانو،ډېری  په زاړه ښکېلاک کېراڅخه لوټلي اوپاتشونيو ته يې په اوسني دې کې د زېږوليو مټينگيو او لاسپوڅو په سروالۍ ملا تړلې ده!

مراکش که کوشنۍ ميامي:

دغه ښار که څه هم فرانسيانو د خپلې ٌمارسۍ ٌ پر مخبېلگه جوړکړی، خو کورنيان او نور بهرنيان يې کوشنۍ ٌ ميامي ٌ هم بولي. په هره توگه ، که نوی هم دی، بياهم تر پلازمېنې ٌ رباط ٌ  راروسته دويم نومور او  ارت و بيرت ښار دی. ٌقورطيبهٌ جومات يې له اسمانڅکې منارې او څېرمه کنډوالو سرهد لومړي اسلامي  برم و پرتم ښکارندويي کوي چې  د ښه ترا ښکلا اوخونديينې لپاره يې د قبلې له خوا پرېدنارنجو او خورماوو باغونهراڅرخېدلي او ښار خواته يې لوی ميدان  او دوه پوړه مېلمستونونه اونورې نومهالې ودانۍ. هسې يې خو د نورو ښارونو په څېر پللارې (پلې لارې) سر ترپايه  په تلسمسورو مديتراني گل ونو، گلبوټو، په تېره نارنجونو پسوللې، چې له مني راپاتې نارنجانو او ورسره ورسره نويو راغوړېدونکو گلغوټيو يې د ننگرهار همېش بهار  پسرلني يادونه پر زړه راورول.

له بده مرغه هغه زړه راکښونکي دوه دوه نيم ساته سيالونه نندارې او چکرونهراباندې هله گنډېر شول چې د اگادير مازيگری بس راڅخه تللی وو او د بل شپږ ساته ځنډ يې له درست يانه بېزاره کړو. هسې خو يې بې هغې  دښتي هوا له لمر پرېوتو سره په سره اوړي کې هم تر صفره راکښته کېږي، او چې بياورسره ناببره ورښت هم غاړه غړۍ شو، نو موږ نيکه او نمسۍ له نريو نازکو کاليو سره چار ناچار په بس اډه کې ښکېل پاتې شو: په اړونده چايخونه کې مو يوڅه خواږه ترخه تر ستوني تېر کړل او بيا دلوی گاراج وزمه  هال  پر اوږدړيو لرگينو څوکيو باندېله  راننوتونکوسړو څپو سره،راته نه ناسته زغموړ وه او نه ملا سته،اوچې لا بس هم پر ټاکلي مهال ٌلس نيمېٌ رانغی.له بده بتره يې بيا داچې پازوالو هم په هغو دغو تېرېستلو او رښتيا خبره يې راته نه کوله.  په پای کې مې له يوې کار گرې مېرمنې هيله وکړه چې له دوه غبرگو شالونو څخه يو راکړي، هغې هم دواړه پر غځېدلې اسره واچول او شېبه نيمه يې سترگه پټه شوه. ما بيا په گرځېدو را گرځېدو ځان توداوه او چې د يوولسو خبره هم دروغه وخته، د يوه واړه جومات څرک مې وکيښ، پرې ورننوتم، يوڅه وخت مې په لمنځونو نفلونو او تلاوت گوډ کړ. بيامې چې وليدل نروښځې پرلپسې لمانځه ته راننوځي او بيرته وځي، نو ماهم خپله اسره هملتهتوده وساتله. پسې دولس بجې شوې او ترما پورې د  ډېرو سپرليو شورماشور پازوال دېته اړېست چې د اگادير بس پرځای  مود کزنبلاکه هغهته وروخېژوي. د سرپازوال له بښنې غوښتنې راته مټې جوته شوه چې دآر راغلي گاډيٌ مزه باران وړې وهٌ .که څه هم دغه بس راباندې د دروساتو لاره تر څلورو اوږده کړه، خو له نيم چالانې تودخي سره  يې گهيځ مهاليوڅه تاوده او ارام  ترٌ اگاديرهٌ ورسولو.

۱۹فېبروري۱۶– باراني لمباوې:

هماغومره چې له پرون مازيگر راهيسې راپيل شوي باران ما او نمسۍ ته د سر په کاسه کې اوبه راکړې  او د مراکش خوندوره مېله يې را زهرژلې  کړه، خو خپلو هېوادوالو، د هوټل د کارمندانو او کارگرانو په گډون ورته له ډېرې خوښۍ خوشالۍ اتڼونه کول. ځکه له  نيم کال راهيسې يې ورباندې راټنگېدلی وو. په دې راز ورسره موږ دواړو سيلانيانو هم تېر پر هېر وشمېرل او تر بيرته راتگ پورې  مو له هرې باراني شېبې خوند اخېست. ښاريو ته له وچو للمو اوسوکړو دښتو د پناراوړو له زړونو هم يو خدای خبر وو چې له گهيځه تر ماښامه د کار روزگار په اسره د سړکونو پر غاړو تېروي او بيا د خپلو وږو تږو کورنيو څپرو ته تش لا ورستنېږي. که نه، د لويې  سارا د شگلنو هېوادونو پر خلاف  د دغه هېواد ژيړې يېبرورې (حاصلخيزې) خاورې دکروکروندې له پلوه د درست هېواد بېوزله او بېکاره بوختولای او بسيا کولای شي.

 هو، که  ټولواک يې کورني او بهرني پانگوونکې نو مهالي کرني سکتور ته راو هڅوي او ورسره د کليوالي پراختيا پروژې لپاره جهاني بانک ته مخ ورواړ وي، ډېره شونې ده چې د يوه صنعتي هېواد هومره  خپل  ټولنوټيز (اجتماعي- اقتصا دي) پرمختيايي بهير گړندی کاندې !

د هوټل د نورو لويو وړو، ښځمنو او نارينه وو مېلمنو په څېر موږ درو سرو کور نيو غړو له باران سره سره  خپلې لمباوې پرې نښووې، بې له دې چې د لمرينو وړانگو هغه هم ورسره غاړه غړۍ  کړای شو. همداسې مو د ښار وبازار او سمندر غاړې له چکر هم لاس پر سر نه شو. ځکه نه باران پرلپېيلی وورېده او نه يې هوا دومره راسړوله. کله ناکله به مو د چکر لپاره له کرايي لاړيسونو (بايسکلونو) هم گټه اخېسته چې د پللارو په گوټ گوټ کې درول شوي ول.

۲۰فېبروري۱۶– اروپايي ټنگ ټکور او فولکلور:

هسې خود مېلمستون ځانگړې پازوالې نڅاگرېډلې  هره شپه تر ماښامنۍ روسته د  لويو وړو هنري بنډارونو تابيا کوله، خو د ننني ماښام لپاره يې يو خورا په زړه پورې او زړه راکښونکې مېله را سازمان کړې وه. لومړی يې له جاز موسيقۍ سره پوخمنگې اروپايانې گډامۍ (گډې نڅا)  ته راوهڅولې او ورپسې لږوډېرې ځوانې. هغوی چې خپل ملگري يا مېړونه نه درلودل، همدوی ورسره نڅل. همدا چې د فولکلوريک ياوطني ټنگ ټکور وار راورسېد، همداچېنرينه ډلې زموږ  اتڼ ته ورته يو مست اتڼ له له ډول و سورني  او شپېلۍ سره  راپيل کړ،موږ ټولوته يې هم بلنه راکړه، خو بيا يې هم اروپايي نرينه مېلمنو ملگرتيا وکړه. ورپسې يې چې د غنمرنگو عربو او تورو ارغوشو بربرو ښځمنو نڅاوې پيل شوې، يوازې لورونمسۍ مې ورسره شېبه نيمه  هسې لستو ڼي واچول او نورو مېلمنو ورسره تر پايه پښې دربولې او چورلکونه يې وهل. بله په زړه پورې ننداره يې سورني ته د راز راز مارانو نڅاوه، که څه هم، ويل کېږي چې ماران  نه غوږونهلري او نه څه اوري، خو ماره يي (مارگير) د هندي هغو غوندې  خوښ ناخوښ پر گډا راوستل، تر دې چې تر موږ پورې يې د ټولو مېلمنو په غاړو کې راچول او هرچا يې په کمرو او او غږملو (موبايلو) يادگاري انځورونه اخېستل.

موږ ته په اته ورځني يانه (سفر) کې دا پوره راډاگيزه شوه چې مراکشيان له ارو پايي پېښو او پليونۍ سره سره خپل  ملي- وگړني کولتور او دود و دستور خوندي ساتي. په غړولو سترگو مو ليدل چې  د نورو نومهالو او لوکسو مېلمستونو نو په لړکې زموږ هغه هم رازباده کړه چې  نه يوازې په هنري، بلکې،  په خوراک څښاک کې هم خپل څيزونه راگډوي. د بېلگې په توگه يې د خوراتوکو په برخه کې د رنگارنگو لوېديزو هغو تر څنگ ساده وطني څيزونه، لکه سابه، کورت، پياتي، د وريجو، ميو، ږدنو غوښتو..شولې، ښورواوې او راز راز ترخې، تروې او خوږې سلاتې  او اچارونه، هغه هم په ساده کورجوړو لوښيو کاسو او کنډولو کې  د مېلمنو لوهه او لېوالتياراپاروله.  له دغه پلوه يې گهيځنۍ بيا تر غرمنۍ او ماښامنۍ زياته زړه راکښونې او اشتها پارونې وه: د راز راز اروپايي ډوډيو، خاگينه او اېشولو هگيو په ترڅ ترڅ کې وطني پراټې  او غړي هم توده پرتوده پخېدل او مېلمه ته  سم له سمونې لاس پرلاس وړاندې کېدل. د کېکو کولچو سره يې خپل ځانگړي هغه  هم پر مېز اوڼل. د راز راز  چايونو، قهوو او اېټاليي کپچينو سربېره ، له سپينو کاليو او لوړې  سرې ځونډيالۍ دوديزې خولۍ سره يوه گوټ ته پر توشک ناست سپينږيري خوږې او ترخې چايوې هر مينه وال ته  په مينه او درناوي هم وړاندې کولې.

داهم د مېلمستون يو په زړه پورې دود وو چې ماښامنۍ يې ، لکه د رسمي يا واده مېلمستيا له ځانگړي ډال و ډيل سره غاړه غړۍ وه. مېلمانه له فېشني سوټ و بوټ سره د خوراکخونې په وره کې د ورته فېشني کوربنو له تاودههرکلي سره مخامخېدل او په ورينو ټنډو او موسکو شونډو يې له مخې تېرېدل.

۲۱فېبروري۱۶– روستۍ ليدنې کتنې:

د لږوډېر ورښت له کبله مودغه روستۍ ورځ د اوبو او لمر لمباوو پرځای تر ډېره د ناليدلو بازارونو، سيالځايونو، او په هغه لړ کې د مرغانو د يوه ځانگړي ژوبڼ او يونيم سيمييز موزيم وزمه نندارتون په ليدنه کتنه گوډه کړه. مابيا  د خپلې څانگيزې لېوالتيا له مخې دا کابو هم ترلاسه کړه چې د مېلمستون له کارمندانو او په تېره دهنري پروگرامونو له پازوالو څخه د پوښتنو اښتنو په ترڅ ترڅ کې د هغه هېواد لهژبتوکميز اکر وکره څه ناڅه ځان خبرکړم. په دغه تړاو راته تر ډېره دا زياته هېښنده وبرېښېده چې بومي بربر يې له واکمنو عربو سره څنگه اخښلي راخښلي، يا په علمي نومونه (اسيميلېټ) شوي دي. که له اقليمي  بدلون او اغېز سره سپين توکمي عرب په يو نيم زرکلن مهالپېر کې غنمرنگ شوي، نو بربر هم  نور دومره تور افريقايي نه برېښي. خو له بده مرغه، نه يې توکمپوهانو په توکميزې آرې ريښې پسې سرگرځولی او نه يې ژبپوهانو په ژبنۍ هغې پسې!  پخپله بيا دا داوه کوي چې له آره يهود دي او عربو په زوره مسلمانان کړي دي. په دې لړ کې يې ژبه هم دبرلاسې رسمي عربي تر اغېز لاندې مخ پر غړندېدو ده او يوازې په کورو او خپلو منځو کې پرې غږېږي، تردې چې يوه نيمه بېلگه يې پر ما  هم و نه لوروله، که نه، يو اټکلي څرک مې ور لگولای شو او ورسره ورسره د توکم هغه!

دبهرنيو زدکړو اقتصادي- توريستو ژبو په لړ کې بربر له فرانسي سره ډېره لېوا لتيا لري. لامل يې داچې فرانسيانو په ۴۵ کلن مهالپېرکې تر عربي ژبې بربري اسانه زده کولای شوه او په دې توگه ورسرهبربرو هم پرخپل وار فرانسي زدکړې ته تر عربو زياته لېوالتيا درلوده. له همدغه برکته يې په مېلمستونو او نورو تو ريستي برخوکې د کارموندنې شونتيا ډېره ده، هرگوره، له دغه پلوه يې دانگرېزي او جرمني ژبې لږکۍ زده کړې هم بې اغېزې نه برېښي. عربو هم ورسره د رخې سخې پرځاید دغو ژبو په زدکړه کې سيالي غوره گڼلې ده؛ کاشکېزموږ  ډېری پښتانه هم  په دغه تړاو له ناپښتنوهېوادوالو، په ځانگړي ډول هزاره لږکيو سره د بدنيتۍ نه، بلکې روغنيتۍ له مخې د رغنده سيالۍ لاره پر مخ واخلي!

هيله ده، گران لوستونکي زما دغه لنډ تنگ يونليک په ډېر څه وشمېري او په ترڅ کې يې د ٌ کره کېښکليٌ پښتو سبک و سټايل پليوني وکړي!

       په ټوله پښتني- فرهنگي مينه او مننه. ستاسې دټولو منندوی زيار

———————–

د پوهاند زیار نورې لیکنې

2 COMMENTS

  1. ډیر ګران او په ګرانو کې ګران هڅاند پوهاند ماما او کاکا م. ا. زیار صاحب!سلامونه مې ومنئ.
    ستاسو پورتنی یونليک مې په ډیره مینه ولوست، بښنه غواړم چې د ورځنیو بوختیاوو له کبله مې څرګندوءنه لږ وځڼډیدله.
    ستاسو له دې لیک څخه مو نه یواځې د مراکش =المغرب=مروکوو!= د تورکي (فآس) په باب زیات معلومات تر لاسه کړل، بلکې ستاسو ژوره سیاسي+ اقتصادي+ ټولنیز پرتله کول له نورو هیوادونو په تیره زمونږ جنګځپلي، غملړلي او فغانونه ېې تر آسمانه رسېدلي خوار او زار وطن په تیره بیا په دا وروسته ۲۵ کلونو کښی ؛ پخپله زه ډیر وژړولم. خیر،
    دروند استاذه، ستاسو په اجازه ، ستاسو له پورته لیکنې څخه مې ځينې لغتونه(ویي که ګړې) ځان سره پر کاغذ وليکل او غوښتل مې ستاسو نه ېې وپوښتم، په لاندې ډول:
    ۱-الوتغالی = پخوانی لغت (هوايي ډګر) : نپوهیږم کوم یو به کره پښتو وي؟
    ۲-ګهیځنۍ= ” ” (سمناری یا سبا ناری) ” ” ‘ ” ” ‘؟
    ۳-وربوی= ” “(چاپیریال) “””؟
    ۴-مڼډه يي= زء فکر کوءم اصل به ېې اوردوو مڼډهے وي؟ . که بل کوم پښتو ویی ورته جوړ کړئ!
    ۵-د حاصلخېزې په مترادف (ییبورې ؟) پوه نه شوءم.
    ۶-او په پای کې دې زما له ټوقې سره دا مل وي چې (اجتماعي+اقتصادي ) ته ستاسو ( ټولنوټیز!) ، ته مې هر ګوره خندا راځي؟
    ځينې وروڼه ېې ټولنو ټیز! ونء لولي؟؟؟ هاهاها.
    ادب، احترام او کشرتیا سره که وړاندیز وکړم: ټولنیز+ایکانومیز! څنګه به وي ؛ او یا همهاغه عربي بڼه ېې ،لکه فاړرسۍ کشې چې په کار وړل کېژي؟.
    زیاتې مو وخت نهء نیسم، هیله ده زما په لڼډې څرګندونې هم وژاړئ هم وخاندئ او هم ځواب راکولو وخت پویدا کړئ.
    ډ. ح.ز. صاپی/بروکسلز ۰۵/۰۳/۲۰۱۶
    له تاندوالو وروڼو هم هیله لرم چې تبصره مې <لکه نوورو پخوانو مې) خپره کړي.مڼنه او مینه ، ستاسو د زړء خوالهء کوونکی!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب