چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeروغتیاپه لاسونو او پښو باندې د زخو راختل/ ډاکټر رحیم هلال

په لاسونو او پښو باندې د زخو راختل/ ډاکټر رحیم هلال

په کلیوالو سیمو کې خلک داسې فکر کوي چې څوک په لاسونو او پښو باندې زخي ولري د څوارلسمي سپوږمۍ ته دې په خپلو لاسونو او پښو باندې د ترخي بوټي جارو په کرار کرار سره تیر کړې؛ د بلي میاشتې د څوارلسم د سپوږمۍ راختلو ته به يې دلاسونو او پښو زخي له منځه تللي وي.

د طب په برخه کې هوايې خبري نه يوازي زموږ په ټولنه کې دود دي بلکه دا انګېرني له اسلامه نژدې څلورنیم سوه کاله وړاندې په يونان کې هم موجودې وي د بیلګي په ډول:

هغه وخت په يونان کې د هغې ټولني وګړي په دې ګروهه وو چې د دوی له ډلي چې څوک په ناروغۍ اخته کېږي د دوی د خدایانو د قهر او غضب په مانا دی يانې هغه کس چې ناروغ به شو دوی به فکر کول چې خدایان يې ورته په غضب شوې دي او ناروغ کس يې نافرماني کړې ده؛ په دې توګه به له ناروغ څخه کرکه کېده او په بده سترګه به ورته کتل کېدل.

د یونان او نژدې سیمو وګړي تر هغه وخته په دې ګروهه ټينګ ولاړ وو تر څو چې د طب د علم پلار (هيپوکرا) (بقراط) په دوی کې د ناروغۍ د عامل فکر خپور کړ؛ دوی يې په دې وپوهول چې ناروغي د دوی د خدایانو قهر او غضب نه بلکي د يوه عامل په مرسته منځ ته راځي.

د زخو په اړه باندي زموږ د ټولني د وګړو په منځ کې پورته یاده شوي انګيرنه لا هم شتون لري چې له بده مرغه پرې اخته کسان يې له راز راز ستونزو سره مخ کړې دي

که څه هم زخي يوه جلدي ناروغي ده او د بدن په بیلا بیلو برخو کې منځ ته راځي، له ډلې يې يو ډول په لاسونو او پښو باندي را پيدا کېږي چې عامل يې د Human Papiloma Virus په کورنۍ پورې تړلي دی.

لاملونه :

په زخه د اخته کېدو تر ټولو مهمه لاره د زخې په ناروغۍ د اخته کس د ګډو ورځنیو وسايلو څخه کار اخستل دي؛ يانې هغه کسان پرې ډېر ژر اخته کېږي چې کله په زخو باندې د اخته کس له ورځنيو توکو(روی پاک، جان پاک،جامو او صابون ) څخه استفاده وکړي .

که څه هم په پښو اولاسونو د زخو د عامل وایرس انتقال له يوه کس څخه بل کس ته ډېر کم امکان لري خو هغه کسان ډېر ژر پرې اخته کېږي چې د دې وایرس په وړاندي يې د بدن مقاومت کمزوری وي

کله چې کوم کس د زخو په عامل ویرس باندي ککړ شې او په بدن کې يې د زخې د منځ ته راتلو امکان شونی شې نو له لومړني تماس څخه د زخې تر غټېدو پوري کېدای شې څو میاشتې وخت په برکې ونيسي .

ډېر کله د ماشومانو په لاسونو او پښو باندې هم زخې راخيژی؛ کله چې کوم ماشوم د زخو د عامل وایرس په واسطه ککړ شې نسبت لویانو ته په دوی کې د زخو د منځ ته راتلو امکان زیات وي ځکه چې د ماشوم د بدن مقاومت نسبت لویانو ته کم دی.

د طب د برخي جلدي کتابونو په ماشومانو کې د لاسونو او پښو د راختو لامل داسې ښيې ( هغه ماشومان چې نوکان خوري او يا هم د نوک يوه برخه روي ژر زخي پرې راخيژي)

که څه هم په ماشومانو کې د زخو د منځ ته راتلو امکان زیات دی خو له نیکه مرغه له څو میاشتو يا څو کالو وروسته پخپله له منځه ځې خو دا چې زخي يوه ساري ناروغۍ ده نو نور بدن ته د سرایت چانس يې زیات دی نو په کار ده چې ژر تر ژره يې په اړه له جلدي ډاکټر سره مشوره وشې او اړونده درملنه يې ترسره شې

که چېرته غواړئ د لاسونو او پښو له زخو څخه وژغورل شئ نو په کار ده چې د عامل د لیږد مخه يې ونيسئ ( پرې ده اخته کس له روی پاک، جان پاک، جامو، صابون او نورو وسايلو ګټه مه اخلئ.

که تاسو په لاسونو پښو او یا هم د بدن په نورو برخو کې زخې لرئ نو له شکولو، ګرولو په کیسه باندې له مينځلو او په مقابل کې يې د خپل سرو درملو له کارولو څخه ډډه وکړئ

((که چېرته د لاسونو پښو او نور بدن د زخو تداوي په سم ډول ونه شې نو کېدای شې په سرطاني ناروغيو باندي واوړل ي))

له بده مرغه په لیرو پرتو سیمو کې ډيری کسان چې په لاسونو او پښو باندې زخي لري کله چې دا زخي يې زخم شې او وينې تري وبهيږي دوی کوښښ کوي چې وینه يې په نسوار، چینه، ایره او یا خاوره باندي وچه کړې چې دا بیا په خپل وار نورو ناروغيو ته لاره هواروي

د دې او دې ته ورته ناروغيو په اړه په کار ده چې پخپل وخت او زمان سره له اړوند ډاکټر سره مشوره وشې او منظم پرهيز او تداوي يې وشي.

2 COMMENTS

  1. بی له شکه چې زخه یوه جلدی ناروغی ده خو علاج یې هم حتمی او ضروری دی او نوموړی متخصص صاحب یې یوازې اعراض بیان کړي او د نوی طب له نظر یې څه نه دی په کې اضافه کړي خبره داده چې باید داکتر صاحب ددې د علاج چارې هم ویلی وای خو خیر مونږ به ورته د جواب په انتظار کې ناست یو چې دا زخه څه ډول تداوی کېږي دا ځکه چې زموږ ټولنه په داسې جلدی امراض سره لاس او ګریوان تل وي دا ځکه چې زموږ د پوهې کچه دومره نشته نو هیله کوم چې په تداوی باندې هم بحث وشي نو ښه به وي مننه عبدالواسع تره خېل له کابل نه

  2. ښاغلی تره خیل صیب سلامونه مې ومنه په دې هيله چې روغ به یاست
    خبره دا ده چې زما په نظر د يوې ناروغۍ پيژندل، لامل ، خپرېدو لاري چاري، او ورڅخه د ځان ساتل او همدارنګه وقایه د ناروغۍ په اړه تر بل هر څه د لوستونکې لپاره مهمه ده
    زما لپاره دا ډیره ده چې صرف خلکو ته د يوي ناروغۍ په اړه پورته یادي نغوتي په ګوته کړم او درملنه يې هغه چا ته ( ډاکټر) ته پريږدم چې له فزیکي معاينې را نیولي تر بل هري هغې چاري چې په مرسته يې تشخیص ته رسېږی
    زما ټولي لیکني همداسې دي زه وایم که چیرته زه لوستونکو ته درمل دلته په لیکنې بڼه وښيم زما په نظر دا به داسې وي لکه خود سري درمل ځکه دا لیکنه ټول هغه کسان ګوري چې ما نه دي لیدلی
    یانې دلته د درملو لیکل زما په نظر د خپل سرو درملو په مانا دي
    درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب