جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهګردېز کې د کتابونو مارکېټ پرانیستل شو

ګردېز کې د کتابونو مارکېټ پرانیستل شو

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ ‏‏د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کتابونو او قرطاسیو پلورلو نوی مارکېټ پرانیستل شو.

 د ګردېز ښاروالۍ په یوه اعلامیه کې راغلي،چې دغه مارکېټ د دوی په هڅو د دویمې ناحیې اړوند د کابل لین سړک په اوږدو کې پرانيستل شوی.

‏ويل شوي، چې په دی مارکېټ کې کتاب پلورونکو ته په مناسبه بيه دوکانونه ورکړل شوي.

سرچینې د دغه مارکېټ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستيو کې د اقتصادي او بشري ناورين له امله په افغانستان کې د کتابونو بازار ته سخت تاوان اوښتی او پلورونکي يې سختو ستونزو سره د مخ کيدو شکايت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...