شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد ط-انو روغتيا وزير د ده په نوم نومول شوی د غونډو...

د ط-انو روغتيا وزير د ده په نوم نومول شوی د غونډو تالار پرانيست

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ ‏د روغتيا وزارت لپاره د طالبانو د حاکمې ادارې وزير ډاکټر قلندر عباد د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د غونډو تالار، چې د جمهوري نظام د روغتيا د يوه وزير په نوم و، د ده په نوم له نومول کیدو وروسته پرانيست‌.

یاد شوی تالار مخکې د « ډاکټر فيروز الدين فيروز» په نوم و.

د طالبانو ځايي چارواکو نه دي ويلي، چې د دغه تالار د نوم بدلیدو پریکړه چا او د کومو معیارونو په اساس کړې ده.

په ټولنیزو رسنیو کې يو شمېر خلکو په دې اړه منفي غبرګونونه ښودلي او ویلي، چې د افغانستان له اقتصادي او بشري ناورين څخه په ډکو شرايطو کې چې ميليونونه فقر او بېوزلۍ ځپلي خلک روغتيايي اسانتياوو ته خاصه اړتيا لري، د طالبانو وزير ولې په داسې ځان غوښتنو مصروف دی.

د طالبانو دغه وزیر په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

2 COMMENTS

  1. ۱ – سمه جمله به دا وی:
    د طالب وزیر ( مثلاً ) فلانی ځای پخپل نوم ونوماوه. ( د ده پنوم په حقیقت کی دوهم ضمیر دئ چی البته دلته دوهم یا دریم ضمیر ځای نلری او مستقیماً همهغه لومړی شخص مطرح دئ ) .
    ۲ – موږ ( هر افغان ) مجبور یو چی هره ورځ له ویدېدو مخکی د ګوګل نقشې ته مراجعه وکړو او داسی نه چی سهار را پاڅو او ووینو چی د ګوګل په نقشه کی د ” افغانستان ” نوم په هیبتستان یا طالبستان بدل سوئ وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب