پنجشنبه, مارچ 28, 2024
Homeخبرونهد کابل نننۍ پېښه؛ جلالي: افغانستان کې د امنيت تامينيدو ادعاوې ننګول...

د کابل نننۍ پېښه؛ جلالي: افغانستان کې د امنيت تامينيدو ادعاوې ننګول شوي

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د کابل په شهرنو سیمه کې د چينايي اتباعو پر يوه مېلمستون ننني برید ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

د طالبانو د حاکمې ادارې وياند ذبيح الله مجاهد په دې برید کې د درېيو بريدګرو د وژل کیدو خبر ورکړی، خو په کابل کې د ايمرجنسي روغتون سرچينو د پېښې له سيمې د درېيو جسدونو او ۱۸ ټپيانو د ور وړلو خبر ورکړی.

 د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د مېلمستون د ټولو مېلمنو د ژغورلو ويلي.

معلومه نه ده، چې ټپي شوي کسان څوک دي.

د ياد شوي برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير علي احمد جلالي د دغه برید په غبرګون کې وويل، چې دې پېښې او په کابل کې د روسیې او پاکستان پر سفارتونو بریدونو وښوده، چې په افغانستان کې د امنيت تامينولو او نورو تروريستي ډلو د مهارولو په اړه د طالبانو ژمنې عملي نه وې.

د افغانستان د چارو څارونکی ژورناليست سمیع یوسفزی د دغه برید تر شا د داعش ډلې د لاس لرلو شک کوي او زياتوي، چې ياده ډله د افغانستان د امنيت ټينګولو په اړه د طالبانو د ادعاوو په ننګولو توانيدلې ده.

چين او دغه راز د طالبانو حاکمې ادارې د دغه برید د عاملینو په اړه څه نه دي ويلي.

پرون په کابل کې د چين سفير د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي سره د لیدنې پر مهال له نوموړي غوښتي وو، چې د سفارت امنيت ساتلو ته ېې ډېره پاملرنه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب