چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهشهباز شريف: ط-ان دې د نښتو د نه تکرار ضمانت راکړي

شهباز شريف: ط-ان دې د نښتو د نه تکرار ضمانت راکړي

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د پاکستان د صدراعظم شهباز شريف په ګډون یو شمېر سياستوالو په سپين بولدک -چمن کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د پرونۍ نښتې په اړه توند غبرګونونه ښودلي.

د تاند د تېرې شپې د معلوماتو له مخې، د يادې نښتې د وژل شويو کسانو شمېر ۷ او د ټپيانو ۳۱ تنو ته رسېدلی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي، د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شېرو اوبو په سیمه کي له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نتیجه کې د دوی خوا ته یو سرتېری شهید شوی او د درېیو ملکي وګړو په شمول لس نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په چمن کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د يادې نښتې په غبرګون کې د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتي، چې د ورته نښتو د مخنیوي تضمین وکړي.

د پاکستان پخواني ولسمشر آصف علي زرداري بيا ويلي، چې په سیمه کې د پاکستان د پوځ سوله ییز سياستونه بايد د دوی کمزوري ونه ګڼل شي.

له دې سره، د یادې نښتې د لاملونو په اړه بېلا بېلې ادعاوې کیږي.

پاکستاني چارواکو د نښتې پړه پر افغان طالبانو اچولې، خو د طالبانو چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر سهيل شاهين د يادې نښتې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی.

په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورند کرښه وسله والي شخړې زیاتې شوي دي.

د طالبانو او پاکستان چارواکو په دې اړه د خبرو او حل لارو د موندلو د هڅو خبر ورکړی و، خو لیدل کیږي چې لا د ناندريو په حل نه دي توانیدلي.

ځینې څارونکي باور لري، چې پاکستان پر طالبانو له خپل نفوذ څخه په استفادې غواړي د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا نقض کړي، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد په ګډون یو شمېر مشران، چې د پاکستان د ورته هڅو خلاف ګڼل کېږي، د دغو هڅو پر وړاندې ودريږي او خپلو جنګیالیو ته د پاکستان له خوا د افغان حریم د نقض پر وړاندې د دریدو امر کوي.

4 COMMENTS

  1. ډیورند خو سرحد نه دی . ترڅو چې د دواړو خواوو توافق نه وي شوی ، پنجاب حق نه لري هلته اغزن سیمونه وغزوي ، پوستې جوړې کړي او پر افغان ځواکونو برید وکړي .
    بنا ټوله ملامتي پنجابي لمسوونکو پوځیانو ته متوجه ده . دوی په افغانستان کې د یوه قانوني او منظم دولت د نه شتون نه غلطه استفاده کوي . د ټالب ترڅنګ د ملت دنده ده چې له خپلې خاورې دفاع وکړي .

  2. د پاکستان توطیه: پاکستان کوشش کوی چی پر دیورند کرشه جنجال جور کری دوه مهمه دلیلونه. اول: د پاکستان کافی نفوذ په طالبانوکی شته نو بهترینه موقع ده چی د دیورند موضوع توده کری او وگوری چی چانس یاری کوی که یا. دوهم: په دی جنگونو کی بیا هم پشتانه وژل کیژی، که طالبان د دیورند هغه غاری ته گوزار کوی بیا هم پشتانه وژل کیژی په دی سره پاکستان غواری د هغه طرف پشتانه د دیورند د ددی عاری پشتنو سره شکر په شکر کری او یو دبل خلاف یی استعمال کری چی دا کار تر یو حده شوی هم دی. همدا اوس د هغه یو تعداد طرف پشتانه تر پنجابیانو دیر ظالمان دی.

  3. کابل حکومت خو ستاسو په قبضه کې دی. ستاسې له اجازې پرته خبرې هم نشي کولی. نو دا درامې د څه لپاره. کنې غټ سری ملا متقي او ملا عباس باید خوله در وتړي او درته ووایي چې زمونږ پر خاورې اغزن تار ولې غزوي.

  4. پاکستانی‌ لاس پوڅی او لوطی ملا هیبت دی ای اس ای غړیې ده اصیل افغانان که طالبان دی او که نور باید وروسته له دی دغه لوطي هیبت ته دا حق ورنکړی چی په افغان ملت ملنډی ووهی لعنت دې پر هیبت او دې هغه پوچ مغزه همفکرو وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب