دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهپر کابل هوټل برید پای ته رسیدلی، درې حمله کوونکي وژل شوي

پر کابل هوټل برید پای ته رسیدلی، درې حمله کوونکي وژل شوي

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۱ مه) طالب چارواکي وايي، لږترلږه درې حمله کوونکي وژل شوي او پر کابل هوټل برید پای ته رسیدلی دی.

په کابل کې امیرجنسي روغتون وايي، تراوسه ۳ مړي او ۲۱ ټپیان وروړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویندوی ربیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې پر هوټل برید پای ته رسیدلی، درې حمله کوونکي وژل شوي او د هوټل ټول مېلمانه روغ دي.

ده همداراز ویلي چې په دې برید کې هیڅ بهرنی نه دی وژل شوی خو دوه تنه بهرنیان چې له کړکیو یې ځانونه لاندې غورځولي، ژوبل شوي دي.

ټکور: د کابل په مسلمستون کې حمله کوونکي ووژل شول

د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالنافع ټکور وايي، امنیتي ځواکونه توانېدلي چې په لنډ وخت کې ټول حمله کوونکي ووژني.

د ټکور په وینا، د کابل هوټل په نوم د شهرنو پر یوې ودانۍ نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې برید وشو او امنیتي ځواکونو سمدستي د پېښې ځای ته ځان ورساوه.

ټکور د مرګ ژوبلو په اړه څه نه وايي خو یادونه یې وکړه چې امنیتي ځواکونه لا هم په هوټل کې تصفیه کوي.

د ده په وینا په یاد هوټل کې مېشت کسان بهرنیان نه بلکې افغانان دي.

په کابل کې پر یوه مېلمتسون ډله ییز برید روان دی

د کابل په شهرنو سیمه کې د مناسپښین دوه نیمې بجې له یوې زورورې چاودنې وروسته پر یوه مېلمستون ډله ییز برید روان دی.

راپورونه وايي، دغه مېلمستون ته عموماً چینايي سوداګر او پانګوال راځي.

رویټرز خبري اژانس وايي، وسله والو حمله کوونکو په هوټل (مېلمستون) کې دننه په داسې حال کې ډزې پیل کړې چې یو شمېر بهرنیان هلته دېره وو.

بیلابیلو خبري اژانسونو ویلي چې د حملې اصلي هدف چینایان دي.

پرون په کابل کې د چین سفیر (وانګ یو) د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د چین د سفارت امنیت ته پام زیات کړي.

وانګ یو دا غوښتنه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر شېرمحمدعباس ستانکزي سره په کتنه کې وکړه. له دې داسې ښکاري چې چین مخکې تر مخکې پر چینايي اهدافو د برید په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو.

د دې خبر د خپرېدو تر شېبې پورې د حملې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې په اړه د دوی پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

خو د کورنیو چارو وزارت ویندوی عبدالنافع ټکور ازادي رادیو ته ویلي چې د دوی ځواکونه د حملې ځای ته رسیدلي او هڅه کوي چې حمله کوونکي ژر تر ژره وځپي.

ټکور د حملې په نتیجه کې د مرګ ژوبلو په اړه څه ونه ویل.

دا برید یوه ورځ وروسته له دې وشو چې د سپین بولدک – چمن ترمنځ د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ خونړۍ نښته وشوه.

دا خبر شېبه په شېبه همدلته تازه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب