جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهایمل ولي خان ته د مرګ ګواښونه شوي

ایمل ولي خان ته د مرګ ګواښونه شوي

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د نیشنل عوامي ګوند يوه ویانده ثمر هارون بلور وايي، چې د ګوند د پښتونخوا څانګې مشر ایمل ولي خان ته پر ټیلي فون د مرګ ګواښونه شوي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ایمل ولي خان ته ویل شوي، چې د هغه د وژلو پلان جوړ شوی.

تر دې وړاندې تېره اوونۍ دعوامي نیشنل ګوند له لوري دعوه شوې وه چې ددغه ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک ته هم د وژلو ګواښونه شوي دي.

ياد شوي ګوند د پاکستان حکومت ته خبرداری ورکړی، چې د ایمل ولي خان ښه حفاظت وکړي، کنه د کومې ستونزې د رامنځته کیدو پړه به ور په غاړه وي.

څه موده مخکې د ایمل ولي خان ګوندي مرستيال او د پښتونخوا د ايالتي پارلمان غړي سردار حسين بابک ته هم د مرګ د ګواښونو خبرونه ورکړل شوي وو.

 په پښتونخوا کې د عمران خان د تحريک انصاف ګوند ايالتي حکومت مخکې د حسین بابک د ګواښل کیدو ادعاوې بې بنسټه ګڼلې وې.

په پښتونخوا کې له څه مودې راهيسې د پاکستان د طالبانو تحریک د بریدونو د زیاتېدو خبرونه ورکړل شوي.

ياده ډله، چې پښتانه ملتپال يې په اصل کې د دوی د ځپلو لپاره د پاکستان د پوځ د استخباراتو لاسپوڅې ډله بولي، له رامنځته کيدو تر اوسه يې زرګونه پښتانه ملتپال وژلي دي.

ایمل ولي خان څه موده مخکې د پښتنو پر وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتو پر سياستونو توندې نيوکې کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب