جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد کندهار په لاره ايران ته تښتول کيدونکې نجلۍ له تښتونکو وژغورل...

د کندهار په لاره ايران ته تښتول کيدونکې نجلۍ له تښتونکو وژغورل شوه

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ ‏په کندهار کې د طالبانو د حاکمې ادارې امنيتي چارواکو ويلي،چې له غزني څخه تښتول شوې نهه کلنه نجلۍ يې د تښوونکو له منګلو ژغورلې او دوه تنه ېې په دې تور نیولي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو چارواکو ويلي، ياده نجلۍ نذیره نومیږي او څو ورځې وړاندي د غزني د مقر ولسوالۍ څخه اختيطاف شوې وه.

سرچينه د نهه کلنې نذیرې له قوله وايي:« ډېره وبېرېدلم، چې اختطاف کوونکو راوتښتولم، غلو ماته د هلکانو کالي راوغوستل، غوښتل يې ایران ته مې وتښتوي.»

طالب چارواکو ویلي، چې د پېښې په تور ېې دوه تنه نیولي او هغوی پر خپل جرم اعتراف کړی.

د طالبانو له دا ځل واکمنيدو سره، له مختلفو ولايتونو څخه د ورته اختطافونو او بیرته د اختطاف شویو د ژغورنې خبرونه زیات شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب