شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهچين له افغانستان څخه د خپلو ټولو وګړو د وتو اعلان وکړ

چين له افغانستان څخه د خپلو ټولو وګړو د وتو اعلان وکړ

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ ‏د کابل په شهرنو سیمه کې چینايي اتباعو ته په یوه منسوب هوټل کې له پروني برید وروسته، چې مسوولیت یې داعش ډلې پر غاړه اخیستی، ‏چین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ووځي.

د چین د بهرنیوچارو وزارت ویاند وانګ وین بین نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې روان امنیتي وضعیت ته په پام ټول چینايي وګړي او موسسې دې سمدستي له افغانستانه ووځي.

په کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون ته ۳ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

د روغتون سرچينو د وژل شويو او ټپیانو د هويت په اړه څه نه دي ويلي.

پرونی برید یوه ورځ وروسته د چینایي اتباعو د هدف ګرځولو لپاره وشو، چې په کابل کې د چين سفير د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت له سیاسي مرستیال عباس ستانکزي څخه د دوی د سفارت د ښه امنيت نيولو غوښتنه وکړه.

طالبانو د یاد برید په اړه له لومړنيو جزییاتو وراخوا څه نه دي ويلي.

داعش ډلې تر دې د مخه د روسیې او پاکستان پر سفارتونو هم د بريدونو مسووليت پر غاړه اخیستی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هره اونۍ د يادې ډلې پر ضد څو څایه عمليات کوي او د يو شمېر داعشیانو د وژلو خبر ورکوي.

1 COMMENT

  1. لکه مخکی چي د بګرام زندان ،طالبان تکثیرول؛اوس هم انحصار، په عفو ورختل،کار اهل ته یی نه سپارل ،له تعلیم او انسانیت سره دښمنی او منافقت،د ملت په وړاندی فرعونی چلند او د ملت او
    امت توصیو ته غوږ نه نیول هغه عوامل دی چي داعش او نورو مخالفینو ،رشد ته سرعت ورکوی ؛
    خوښه دی کوڼ ملا صاحب۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب