جمعه, مې 10, 2024
Homeخبرونهچین وايي، د کابل په برید کې ۵ چینایان ټپیان شوي

چین وايي، د کابل په برید کې ۵ چینایان ټپیان شوي

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۲مه) چین وايي، د افغانستان د پلازمېنې کابل په پروني برید کې ۵ چینايي وګړي ټپیان شوي او دا حمله سخته بوږنوونکې وه.

چین په عین حال کې هر ډول تروریزم په کلکه وغانده.

د چینايي رسنیو د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو له حکومته غوښتي چې د چینايي اتباعو د خوندیتوب لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلي او د پرونۍ حملې د عاملانو د موندلو او ورته سزا ورکولو لپاره له هیڅ راز هڅې ډډه ونه کړي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وانګ وینبین دا خبرې وروسته له دې وکړې چې داعش یا د اسلامي دولت سختدریځې ډلې د چینايي وګړو د اوسیدو پر مېلمستون برید وکړ.

طالبانو ویلي چې په پروني برید کې ۳ حمله کوونکي وژل شوي او دوه بهرني وګړي، چې د هوټل له کړکیو څخه یې ځانونه غورځولي وو، ټپیان شوي دي خو د ایمرجنسي روغتون مسوولانو بیا رسنیوته ویلي چې ۳ مړي او ۱۸ ټپیان وروړل شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د داعش ډلې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې:«د دوی دوو وسله والو د هوټل په دروازه کې د هغه ساتونکو ته لاسي بم وغورځاوه او دوه بمونه یې د چینایانو د مېلمستون په سالون کې په داسې حال کې وچاودول چې د مېلمستون چینايي مېلمنانه په یوه محفل کې راغونډ شوي وو.»

سرچینه د داعش د بیان له مخې، زیاتوي، یوه داعشي وسله وال د طالبانو خوا ته بم واچاوه او بل یې د هوټل د خونو د دروازو د پرانیستلو په خاطر چاودېدونکي مواد والوزول او د میلمستون په خونو کې یې پر مېلمنو ډزې وکړې.

1 COMMENT

  1. له بده مرغه دا ډول پېښې یواخې د موجود حاکمیت د نوم بدولو او د دوی په زیان ندی، بلکی په مجموع کې له څو پلوه دافغانستان او افغانانو په زیان دی:
    ۱.دنیا دا قطعی حکم کولای شی چی افغانستان په هیڅ صورت د امن، آبادی، دپروژو د تطبیق، له بهر او بهرنیانو سره د تعامل جوګه ندی او دلته د بهرنیانو لپاره د کار لپاره مساعد ندی،
    ۲.متاسفانه ورځ تربلی د منابعو دتعویض بدلونونه راروان دی یوشیمیر منابع شاید څو کاله وروسته خپل هغه ارزښت له لاسه ورکړی چی اوس یی لری،
    ۳.دا پېښه د ټولو تشبثاتو او اقتصادی چارو لپاره احساسی امنیت ساقط او پانګه تېښټی ته اړ باسی او خلکو کی مایوسی زیاتوی،
    ۴.که دا ډول پېښې کیږی فرصتونه ضایع کیږی، ځکه ممکن په همدی حالت کې هم کمپنیویو څه مقدماتی کارونه چی د معدن د اقتصادی محدودیت لپاره یو له محدودیتونو څخه دی، په ټپه دروی.
    ۵.دموجود حاکمیت تشدد نور هم اوچتوی چی بوج یی پر ملت راځي
    لنډه داچې تحریب ، ترور، انفجار او انتحار بدی ښکارندی دی، هروخت او د هرچا له خوا چی وی زیان یی ټول هیواد ته رسی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب