Homeخبرونهایران کې غونډه؛ هېواد ته د افغان کډوالو په اختياري ستنیدو بحث...

ایران کې غونډه؛ هېواد ته د افغان کډوالو په اختياري ستنیدو بحث وشو

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ ‏د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه د دغه هېواد، پاکستان، ملګرو ملتونو او د افغانستان د حاکمې ادارې په ګډه غونډه کې په خپله خوښه افغانستان ته د کډوالو پر اختياري ستنيدو بحثونه وشول.

د ايران د کډوالو وزارت يوه مقام صادق رضادوست وويل، چې دغه بحث د یادې غونډې له اصلي محورونو څخه و.

سرچینه زیاتوي، په غونډه کې د افغان کډوالو د داوطلبانه ستنيدو په اړه د زمينې برابرولو په اړه ټينګار وشو.

د‌ ايراني مقام د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ په دې تړاو د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه او ويې منله، چې ستنیدونکو کډوالو ته به لازمې اسانتياوې برابروي.

په ياده غونډه کې د ګډون په موخه د طالبانو د حاکمې ادارې د کډوالو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد هم تهران ته رسیدلی.

د طالبانو اړوندو رسنيو د نننۍ غونډې او پکې د طالب استازي د ګډون په اړه څه نه دي ويلي.

دا غونډه په داسې مهال شوې، چې له ایران، پاکستان، ترکېې او يو شمېر نورو هېوادونو څخه په پرله پسې ډول د افغان کډوالو پر وړاندې د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو پر چارواکو نيوکه کيږي، چې د افغان کډوالو د حق غوښتنې په اړه غږ نه پورته کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...