Homeخبرونهيوناما: نړۍ په بد وضعیت کې د افغانستان د هېرولو په حال...

يوناما: نړۍ په بد وضعیت کې د افغانستان د هېرولو په حال کې ده

تاند:( سې شنبه، د قوس دوه ويشتمه)‏ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي د دفتر ( يوناما) مرستيال مارکس پوتزل پر نړيوالو له دې امله نیوکې کړي، چې د افغانستان له بد وضعیت سره – سره د دغه هېواد د هېرولو په حال کې ده.

نوموړي د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې يوې غونډې ته د وینا پر مهال وويل، چې د افغانستان بشري او اقتصادي ناورين د دوام او پراختيا په حال کې دی، خو سره له دې هم دغه هېواد يوازې پريښودل شوی او د نړۍ دريځ ېې په اړه سختیږي.

د یوناما مرستيال، چې د مرکزي اسيا هېوادونو د بهرنیو چارو د مرستیالانو غونډې ته ېې خبرې کولې، له دغو هېوادونو وغوښتل څو د افغانستان قضیه د خپلو لومړیتوبونو په لیست کې شامله کړي.

د مارکس پوتزل په وینا له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو همکاري او تعامل ځانګړی ارزښت لري.

د ملګرو ملتونو د دغه استازي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان څخه د ژمي له شدت سره د بشري او اقتصادي ستونزو د زیاتیدو خبرونه ورکول کیږي.

د طالبانو د حاکمې ادارې چارواکو له نړيوالو او افغان شتمنو غوښتي څو افغان فقر ځپلو سره مرستې وکړي.

د طالبانو منتقدین بيا د دوی سخت دریځۍ او نړيوالو سره د تعامل لپاره نه چمتووالی د اقتصادي ناورين د مقابلې لپاره د هڅو پر وړاندې لوی خنډ یادوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...