جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد نجونو ښوونځي بند دي، خو د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ ېې...

د نجونو ښوونځي بند دي، خو د دوو ښوونځيو نوې ودانۍ ېې پرانيستل شوې

تاند:( چار شنبه، د قوس درويشتمه)‏ په داسې حال کې چې، چې د طالبانو د بیا واکمنيدو په شاوخوا يو نيم کلنه دوره کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي تړلي پاتې دي، د طالبانو چارواکو په پروان او زابل ولايتونو کې د نجونو دوو ښوونځيو ته د نويو ودانيو د جوړېدو خبر ورکړی.

د طالبانو په دوو جلا اعلامیو کې د یوه ښوونځي د جوړیدو په اړه ويل شوي، چې د پروان نجونو ته د ښوونځي نوې ودانۍ په بګرام ولسوالۍ کې د کډوالو د عالي کميشنرۍ له لوري په ۲۸ میلیونه افغانیو جوړ شوی.

په زابل کې د جوړ شوي ښوونځي موقعيت د دغه ولايت مرکز قلات ښار او د دې ښوونځي د جوړولو مالي سرچینه هم د کډوالو عالي کميشنري ښودل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې پر طالبانو د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستلو په اړه نیوکې دوام لري او په ملي او نړيواله کچه د ټړل شويو ښوونځيو د ژړ پرانیستلو غوښتنه ورڅخه کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب