Home+پاکستان د ګړنګ پر غاړه| دولت وزیري

پاکستان د ګړنګ پر غاړه| دولت وزیري

تاریخې پيښې ټولې د مخه د اټکل وړ نه وي. خو ځينې پیښې بیا د ښکاره شواهدو له امله اټکل کیدلای شي.

د بیلګې په توګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت ړنګیدل د اټکل وړ و. ځکه په پراخه کچه د فساد شتون، بې اتفاقي، جنګسالاران، د لږکیو ډیر واک، د بې تجربه او ځوانو کدرونو ځای پر ځای کول، د مجربو او د ټینګ هود کسان له دندو شړل، اوږده جګړه، د بهرنیانو استعماري شتون، د بن په کنفرانس کې طالبانو او اسلامي ګوند ته ځای نه ورکول، د هرې ږيرې او لونګۍ والا د طالب په نامه بګرام یا ګونتانامو ته لیږل، په دوو ډلو د واک ویشل، د نه منم فرهنګ، غصب، رشوت، ظلم، د طالبانو ټینګ مقاومت، د بهرنیانو په سر کې د امریکایانو توطیې او نورې داسې کړنې چې د اسلامي جمهوریت له منخه وړل يې یقیني کول له ورایه ښکاریدل. نو ځکه د لړزانده ونې په څیر د یوه باد په لګیدلو سره له منځه لاړ.

ځينې پيښې بیا ناڅاپې او یا د اټکل څخه مخکې را منځ ته کیږي. لکه د ١٣٥٧ لمريز کال د ثور قیام او یا هم په سوريه کې د اسد د کورنۍ ٥٤ کلنه واکمنې.

که وګورو د پاکستان ړنګیدل په هغه کتګوریو کې راځي چې ړنګیدل يې د اټکل وړ او له ورایه ښکاریږي.

پاکستان اوس د ګړنګ پر غاړه ولاړ هیواد دی، چې یو کمزوری او نري باد يې د ګړنګونو خوراک ګرځولی شي.

د باکستان د سیاسیونو تر منځ بې اتفاقي او د عمران خان په زندان کې ساتل، د نړیوالې ټولنې څخه ١٢٩ میلیارده دالر قرضداري او د کال ٢٩ میلیارده سود پریکول، په نړیواله کچه بر پاکستان بې باوري، د بلوچو د ازادۍ غوښتونکو لخوا جګړې، د منظور پشتین لخوا د پښتنو د حق غوښتلو غورځنګ، د پاکستان د طالبانو غورځنګ لخوا منظم بریدونه، د پاکستان د پوځ او پوليسو په ډیر شمیر تلفات، د هندوستان سره د دښمنۍ اړیکې، مالي او ټولنيز بحرانونه او له ټولو بدتر د افغانستان د اسلامي امارت سره د جګړه ییز ټکر تر سرحد پورې سړې اړیکې دا او دې ته په لسګونو نورو ښکاره بیلګو باکستان د ګړنګ پر غاړه درولي دي.

باکستان د زیږیدو له ورځې څخه تر دا ننه پورې د اسلام د ټيکه دارۍ دعوا ګیر دی. تل يې به افغانستان کې حکومتونه د اسلام په نامه ننګولی دی. خو له نیکه مرغه په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره یې دغه منحوسه او د فریب څخه ډکه څیره رسوا او نور نه شي کولای چې د اسلام په نامه زموږ متدیین خلک وغولوي. د ښکاره شواهدو له مخې که خدای ج کول پاکستان د ورانيدو پر خوا روان دي.
انشالله

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...