تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۷ مه) تېر میلادي کال په روسیه کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لهخوا “د کورنۍ کال” ونومول شو، او ګڼ شمېر قوانين د “دودیزو ارزښتونو” د پیاوړتیا لپاره تصویب شول او د دولت له خوار ګڼې هڅې په دې برخه کې وشوې.
خو رسمي شمېرې ښیي چې په ۲۰۲۴ کال کې په هرو لسو ودونو کې یوازې دوه بریالي و، او اته په طلاق پای ته ورسېدل.
د روسیې چارواکي له طلاق سره څنګه مبارزه کوي؟
د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې په روسیه کې شاوخوا ۵۵۰ زره طلاقونه ثبت شوي وو، خو په ۲۰۲۴ کال کې د دې شمېرې کچه تر ۷۰۰ زرو واوښته.
الینا میخایلووا، چې د روسیې د ټولنیزو چارو د څېړنیز مرکز سلاکاره ده، په یوه مرکه کې ویلي چې تېر کال په هرو لسو نویو ودونو کې اته طلاقونه ثبت شوي. هغې دا شمېرې “بدمرغه او بېساري ریکارډ” وبللې او ویې ویل چې روسیه په دې برخه کې په نړۍ کې درېیم مقام لري. د هغې په وینا، د دې ستونزې لوی لامل د کورنیزو د ارزښتونو کمزورتیا ده.
دا په داسې حال کې ده چې ۲۰۲۴ کال په روسیه کې “د کورنۍ کال” اعلان شوی و، او د ولسمشر پوتین په فرمان کې ویل شوي و چې په دې کال کې باید د کورنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره نور ګامونه پورته شي.
په دې برخه کې حکومت د کورنیو لپاره مالي مرستې ډېرې کړې، د ماشومانو لرونکو کورنیو لپاره مالیات کم شول، او د هغو ښځو لپاره چې درې یا زیات ماشومان لري، نوې مرستې وړاندې شوې.
د طلاق پر وړاندې قانوني اقدامات
د روسیې دوما یا ولسي جرګه اوس د یوه نوي قانون مسوده څېړي چې په تصویب سره به یې محکمې اړ شي چې د طلاق غوښتونکي جوړې د بیا جوړجاړي لپاره وهڅوي.
د دې قانون له مخې، جوړو ته درې میاشتې اجباري مشورې ورکول کېږي، او که ماشوم ولري، د مشورې موده به یې نوره هم ډېرې شي.
د سقط جنین او د کورني تاوتریخوالي مسئله
د روسیې حکومت د ماشوم ضایع کول یا سقط جنین محدودول د نفوس د کمښت د ستونزې د مخنیوي لپاره یوه اصلي حللار بولي.
په ډېرو سیمو کې خصوصي کلینیکونو ته اجازه نه ورکول کېږي چې سقط جنین وکړي، او ځینې دولتي کلینیکونه هم له د روغتیا له وزارت څخه د مجازاتو د وېرې له امله د ماشوم له ضایع کولو څخه ډډه کوي.
په ورته وخت کې، د کورني تاوتریخوالي لپاره هېڅ ځانګړې قانوني حللارې وړاندې شوې نه دي. د بشري حقونو ادارې وایي، په روسیه کې هره ورځ درې ښځې د کورني تاوتریخوالي له امله وژل کېږي.
د جګړې اغېز
د جګړې پر مهال د زېږون کچه کمه شوې ده، او ګڼ شمېر سړي یا په جګړه کې وژل شوي یا د جګړې له امله د عادي ژوند کولو توان نه لري.
د دې ترڅنګ، اقتصادي بېثباتي او د جګړې فشار د خلکو پر ژوند او کورنیو سختې منفي اغېزې لرلي دي.
د کورني ژوند د ارزښتونو تبلیغ
حکومت له کوچنيانو سره د “وطنپالنې” درسونه پیل کړي، او په ښوونځیو کې د کورنۍ د اصولو تدریس اجباري شوی دی.
د روسیې د بشري حقونو ادارې وایي، جګړه کورنۍ وېشي، او ډېرې کورنۍ د نظرونو د اختلاف له امله له ستونزو سره مخامخ دي.