تاند (دوشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۷ مه) د خوست ښار په ختیځه برخه کې تېره شپه په یوه هوټل کې ګازي بخاری د یوې کورنۍ ۵ کسان مړه کړي دي.
د خوست د امنیه قوماندانۍ ویندوی محمدطاهر احرار رسنیو ته وویل، چې د پېښې قربانیان د پکتیکا ولایت د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکي دي او د یو ناروغ د درملنې لپاره خوست ته ورغلي ول.
د ده په وینا، چې د یادو کسانو په خونه کې ګازي بخارۍ لګېدلې وه.
نوموړي یو ځل بیا د امنیه قوماندانۍ د مشرتابه له ادرسه له خلکو وغوښتل، چې د دا ډول مرګونو پېښو د مخینوي په خاطر دې، په ژمي کې د ګازي ډبو او ګازي بخاریو په استعمال کې احتیاط وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دسېمبر په ۲۸مه هم په خوست کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله د یوې کورنۍ څلور تنه چې مور او درې ماشومان يې وو، وژل شوي ول.
د افغانستان او پاکستان په زیاتره برخو کې خلک د خوراک د پخلي او په ژمي کې د کوټو د تودولو لپاره د ګېس سلېنډرې کاروي چې، ځینې وختونه د ګاز ډبي چاودنه کوي او یا يې له ګاز نیولو خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.