Homeخبرونهد سالنګ لویه لار نن سهار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

د سالنګ لویه لار نن سهار د ترافیکو پرمخ خلاصه شوه

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) د طالبانو د حکومت‏ د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د سالنګ لویه لار به د دوو ورځو تر بندېدو وروسته نن دوشنبه خلاصه شوه.

نوموړي زیاته کړې، چې د دغې لویې لارې د پاک کارۍ چارې تېره شپه بشپړې شوې دي او نن (دوشنبه، مرغومي ۱۷مه) به د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شي.

حق شناس له موټر چلوونکو غوښتي چې پر دغه لار د خوندي تګ راتګ په موخه پوره احتیاط وکړي.

دغه لار تېره جمعه (مرغومي ۱۴) د واورې د ورښت او طوفان له امله د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه.

دغه لار وخت ناوخته د واورې او طوفانونو له امله د ترافیکو پر مخ تړل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...