Homeخبرونهګوترېش: ۲۰۲۵ کې هېوادونه باید نړۍ په خوندي لور روانه کړي

ګوترېش: ۲۰۲۵ کې هېوادونه باید نړۍ په خوندي لور روانه کړي

تاند ( دوشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۷مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوترېش په یوه پیغام کې ویلي، د لوړې کچې تودوخې لسیزه پای ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۴ زیږیز کال په ګډون پکې تېر لس کاله شامل و.

ګوترېش زیاته کړې، چې په ۲۰۲۵ کې هېوادونه باید نړۍ په یوه خوندي مسیر روانه کړي.

هغه وایي هېوادونه باید شنه ګازونه په پراخه کچه راکم کړي او د نوي راتلونکي په لور بدلون ته ملا وتړي.

ګوترېش په دغه پیغام کې ویلي، “موږ باید د تباهۍ لارې بدلې کړو او نور دومره وخت نه لرو چې ضایع یې کړو.”

تېر لس کاله په ځانګړي ډول ۲۰۲۴ کال د تاریخ تر ټولو ګرم کال ثبت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...