Homeخبرونهد کاناډا لومړی وزیر نن د لیبرال ګوند له مشرۍ استعفاء کوي

د کاناډا لومړی وزیر نن د لیبرال ګوند له مشرۍ استعفاء کوي

تاند ( دوشنبه د مرغومې ـ جدي ۱۷مه) رویټرز خبري اژانس د کاناډايي رسنیو له قوله لیکلي چې په پام کې ده، د کاناډا لومړی وزیر، جسټېن ټروډو د لېبرال ګوند له مشرۍ، چې په واک کې دي، نن (دوشنبه) استعفا وکړي.

په راپور کې راغلي، چې درېیو سرچینو دغه خبر ورکړی، خو په کره توګه یې د استعفا وخت نه دی په ډاګه کړی.

سرچینو یوازې دومره ویلي چې د چهارشنبې پر ورځ چې ملي غونډه کېږي، تر هغې مخکې به له خپل موقف په شا شي.

بل لورته اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې په دې وروستیو کې د ټروډو حکومت د توکو د بیو لوړوالي او نورو مسایلو له امله له سختو نیوکو سره مخ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...